د پیسو نړیوال صندوق پاکستان سره د شاوخوا ۱.۳ میلیارده ډالرو پور منظور کړی چې موخه یې د دغه هېواد د اقتصادي ثبات پیاوړتیا او له نړیوالو مالي ننګونو سره د مقابلې وړتیا لوړول دي.
پاکستاني رسنیو نن شنبه ثور ۱۹ / مې ۹ راپور ورکړی چې د پور د نويو قسطونو پرېکړه به د دغه هېواد د اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره مهم رول ولري.
د پیسو نړیوال صندوق هم یوه اعلامیه کې ویلي، دغه مالي مرسته د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو د ملاتړ او د بهرنیو مالي ننګونو پر وړاندې د زیان کمولو لپاره ترسره کېږي.
اعلامیه کې ویل شوي، له دې ټولې اندازې څخه نږدې ۱.۱ میلیارده ډالر د «پراخ مالي اسانتیا پروګرام» له لارې او شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالر د اقلیمي مقاومت او پایدارۍ اړوند پروګرام له لارې پاکستان ته ورکول کېږي.
د یادونې ده چې دې وروستیو کلونو کې پاکستان کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي بېثباتیو دوام لامل شوی چې دغه هېواد له سختو مالي ننګونو سره مخ شي.