Asset 1SWN

ای‌اېم‌اېف پاکستان ته د ۱.۱میلیارډ ډالرو پور منظور کړ

b5dda2db06ab6236a3db899e4ebf5acc3

د پیسو نړیوال صندوق «ای‌اېم‌اېف» پاکستان ته د لنډمهالي پور وروستی قسط چې ۱.۱ میلیارډ ډالر کېږي، منظوري ورکړه.

ای‌اېم‌اېف دوشنبه، اپرېل ۲۹مه په یوې خبرپاڼه کې پاکستان ته د یاد پور د سمدستي ورکړې اعلان کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په واشنګټن کې د یاد صندوق اجرايیوي بورډ له هند پرته د بورډ ټولو غړیو پاکستان ته د ټاکل شوي پور د ورکړې پر ملاتړ رایه ورکړه.

د ای‌اېم‌اېف په خبرپاڼه کې ویل شوي: «یوه پایښت لرونکي پاکستان ته د لېږد لپاره چارواکي باید خپل سیاستونو، د کره مالي اهدافو او پایښت لپاره  اصلاحي هڅو ته دوام ورکړي.»

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن سه‌شنبه د اپرېل ۳۰مه ویلي چې د ټاکل شوي پور منظوري به د دغه هېواد د اقتصادي پایښت لپاره ګټور ثابت شي.

د پیسو نړیوال صندوق «ای‌اېم‌اېف» تېرکال پاکستان سره د دغه هېواد د اقتصادي پایښت څخه  ملاتړ لپاره د «اېس‌بې‌اې» نهه میاشتنې تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې یاد صندوق دغه هېواد ته پور ورکوي.

د یاد تړون له مخې، په لومړي قسط کې به ای‌اېم‌اېف پاکستان ته ۱.۲ میلیارډ ډالر پور ورکوي او پاتې به یې، په مشروط ډول له درې میاشتنۍ ارزونې وروسته منظورېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاکستاني چارواکي وايي چې د اقتصادي پایښت لپاره د پیسو نړیوال صندوق د مالي ملاتړ اوږدمهاله ژغورونکو کڅوړو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام