Asset 1SWN

یوسف رضا ګیلاني د پاکستان د مشرانو جرګې رییس شو

IMG_3950

د پاکستان د مشرانو جرګې غړیو پرون په کورنیو ټاکنو کې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر یوسف ‌رضا ګیلاني د خپل مشر په توګه ټاکلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اېکس‌پرېس ټرېبیون لیکلي چې ګیلاني پرون (د اپرېل نهمه، د سه‌شنبې ورځ) د ۴۱ مثبتو رایو په ګټلو سره د مشرانو جرګې د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

دغې رسنۍ زیاته کړې چې د مسلم لیګ نواز ګوند غړی سیدال‌خان ناصر د پاکستان د مشرانو جرګې مرستیال ټاکل شوی دی.

بله‌خوا د عمران‌خان په مشري د تحریک انصاف ګوند غړیو د مشرانو جرګې د خپلمنځي ټاکنو پر وړاندې اعتراض کړی او د دې جرګې لپاره د رییس او مرستیال ټاکلو بهیر یې ناقانونه بللی دی.

د پاکستان ټولټاکنې د روان زېږدیز کال د فبروري میاشتې په اتمه نېټه وشوې چې د تحریک انصاف ګوند په‌کې تر نورو ګوندونو مخکښ و، خو د اصف‌علي زرداري او نوازشریف په مشري دوو ګوندونو ګډ اېتلاف جوړ او حکومت یې اعلان کړ.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دغو دوو ګوندونو له اېتلاف وروسته شهباز شریف د پاکستان د لومړي وزیر او اصف‌علي زرداري هم د ولسمشر په توګه وټاکل شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام