Asset 1SWN

د پاکستان ټاکنې؛ چاودنو ۲۸ کسان وژلي او ۵۰ ټپیان دي

pakistani-security-officials-inspect-the-site-of-a-political-bombing

د پاکستان د پارلماني ټاکنو له پیل سره، د دغه هېواد په ځینو ایالتونو کې امنیتي پېښو او وسله‌والو بریدونو زور اخیستی چې تراوسه په‌‌کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوې دي.

د پاکستان ډان ورځ‌پاڼې «پنج‌شنبه، فبرورۍ اتمه» په یوه راپور کې ویلي چې د ناامنیو په لړ کې تېره ورځ ناوخته د بلوچستان ایالت په دوو سیمو کې جلا جلا چاودنو ۲۸ کسان وژلي او څه باندې ۵۰ نور ټپیان کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې ویل شوي چې دواړه چاودنې د بلوچستان په «کلاسیف‌الله او پښین» کې د ټاکنیزو دفترونو مخې ته رامنځته شوي دي.

د پښین چاودنه کې چې د یوه نوماند ټاکنیز دفتر مخې ته شوی، له امله یې ۱۷ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

له دې چاودنې څو ساعته وروسته د بلوچستان کلا سیف‌الله سیمه کې د «جمعیت علمای پاکستان ګوند» ټاکنیز دفتر ته څېرمه شوې چاودنه کې لس کسان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.

له دې بریدونو وروسته د یاد هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو بریدونو له امله یې د مرګ‌ژوبلې خبر هم ورکړل شوی دی.

بل‌خوا د امنیت اړوند اندېښمنو په لړ کې پاکستان په دغه هېواد کې د مخابراتي شبکو او انټرنټي خدمتونه هم محدود شوې دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ټاکنو بهیر له پیل وړاندې د امنیتي ستونزو له امله د دغه هېواد په ځینو سیمو کې انټرنټ او د مخابراتي شبکو خدمتونه د لنډمهال لپاره تړلې دي.

یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «وروستیو ترهګریزو بریدونو چې په پایله کې یې یو‌شمېر کسان ووژل شول، هېواد کې امنیتي ثبات ننګولی او له همدې امله د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د مبارزې لپاره دا ګامونه اخیستل شوې دي.»

دغه هېواد کې د ځینو ګوندونو چارواکو له دې امله نیوکه کړې او ژر تر ژره یې د انټرنټ او مخابراتي شبکو د بېرته عادي کېدو غوښتنه کړې.

په همدې حال کې د پاکستان لنډمهالي حکومت له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه ټولې غځېدلې لارې  هم تړلې دي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ټاکنو امنیت لپاره یې دغه ګام پورته کړی دی.

همداراز پاکستان له ایران سره هم پر پوله خپلې ټولې لارې بندې کړې دي. د لارو بندېدو له امله دواړو لوریو ته ګڼ‌شمېر موټر ولاړ دي او ټاکل شوې چې د نن شپې تر ناوخته بنده وي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان کې پارلمانې ټاکنې «نن پنج‌شنبه، فبرورۍ اتمه» پیل شوې چې د ورځې تر پایه به روانې وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام