Asset 1SWN

پاکستان کې مېشت افغان ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه بې‌برخې دي

WhatsApp Image 2024-02-07 at 09.49.46_57592f3f

په پاکستان کې میشتې یوشمېر افغانې کورنۍ وايي چې ماشومان یې له زده‌کړو پاتې دي او اجازه نه لري چې په پاکستاني دولتي ښوونځیو کې نه شاملېږي. په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګېسټ میاشت کې له سیاسي بدلون وروسته ګن‌شمېر افغانې کورنۍ د دوی ژوند ته د پېښو ګواښونو له وېرې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل، خو اوس هلته د ګڼو اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو تر څنګ، ماشومان یې هم زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

خاتمه ربي د اتو بچیانو مور ده چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې اوسېږي. هغه وايي، پاکستاني دولتي ښوونځي یې ماشومان نه جذبوي او په خصوصي ښوونځیو کې د خپلو ماشومانو د داخلېدو لپاره وسه نه لري.

هغه زیاتوي: «افغان زده‌کوونکي نه مني او په خصوصي ښوونځیو کې بیا ډېرې پیسې غواړي. زه خو پیسې نه‌شم ورکولای، وسه یې نه لرم. اقتصادي ستونزې لرم. مشر ماشوم مې ناروغ دی. هغه په دوامداره توګه درملنې او درملو ته اړتیا لري؛ نو زه د خپلو بچیانو راتلونکې ته سخته اندېښمنه یم.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رييسه نجیب یوه بله افغان مېرمن وايي چې خاوند یې په افغانستان کې له بهرنیانو سره کار کاوه او یو زوی یې په پوځ کې و. دا چې د هغو ژوند ته ګواښ پېښ و، اړ شوې چې پاکستان ته پناه راوړي، خو دلته د نورو ستونزو تر څنګ یې واړه ماشومان له زده‌کړو پاتې شول.

مېرمن نجیب په پاکستان کې تر ډېره له اقتصادي ستونزو سر ټکوي او وايي، د کورنۍ سرپرستان یې ډېر درانه کارونه پرې کوي او بیا هم دومره څه نه‌شي پیدا کولای چې د کور کرایه او لګښتونه پوره کړي. هغه زیاتوي، که ښه اقتصاد یې لرلی، خپلو بچیانو ته به یې هم د ښو زده‌کړو موکې برابرې کړې وې.

دا مېرمن زیاتوي: «له یوې خوا له کار او دندو پاتې شوو، بل لوري ته مو بچیان له زده‌کړو او تحصیل پاتې شول. یو ماشوم مې لسم ټولګي کې و چې ښوونځی ترې پاتې شو؛ دوو نورو یې د کانکور ازموینه ورکړې وه. یو یې دري ته او بل یې اقتصاد ته بریالی شو. ویې نه‌شوای لوستلی. دلته هم اضافه پیسې نه لرو چې د پاکستان په پوهنتونونو کې یې شامل کړو.»

نوموړې وايي چې دوی د نړیوالې ټولنې په ژمنه له افغانستان څخه پاکستان ته راغلي، خو هغوی یې کارونه نه‌دي پیل کړي. هغه له نړیوالې ټولنې غواړي چې هر څه ژر دې خپلو هېوادونو ته ولېږدوي. مېرمن نجیب په دې اړه وايي: «غوښتنه مې دا ده چې موږ له دغه درېیم هېواده وباسي چې له دغو ستونزو خلاص شوو. بچیان مې زده‌کړې وکړي، تحصیل وکړي. د ځامنو او لورانو ژوند مې خراب شو، زموږ ژوند خراب شو.»

خو له دې سره خوا کې پاکستان ته راغلې په زده‌کړو سمبال یوشمېر مېرمنې بیا په وړیا توګه افغان ماشومانو ته زده‌کړې ورکوي. د دغو مېرمنو له ډلې یوه هم فرشته غزنوي نومېږي چې د پاکستان په اسلام‌اباد کې اوسېږي. هغه وايي، ګڼ‌شمېر افغان ماشومان چې له لومړنیو زده‌کړو پاتې دي او د دې د کور شاوخوا ته بې‌برخلیکه ګرځي، هغو ته په خپل کور کې زده‌کړې ورکوي.

مېرمن غزنوي دغو ماشومانو ته کتابونه په خپل لګښت له افغانستان څخه راغوښتي او د ورځې دوه وخته دوی ته د ښوونځیو ځینې مضمونونه تدریسوي. هغه وايي چې له دې کړنې یې موخه دا ده چې دا بې‌برخلیکه ماشومان له زده‌کړو سره اشنا پاتې شي.

اغلې غزنوي وايي: «زه په رضاکاره توګه افغانستان کې ماشومانو ته انلاین زده‌کړې هم ورکوم او دلته پاکستان کې هم دوه ټولګي لرم، د ماشومانو او ښځو لپاره دي. سواد زده‌کړه او د انګلیسي ژبې زده‌کړې ورکوم؛ ځکه دوی د اقتصادي ستونزو له امله نه‌شي کولای ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو ته ولاړ شي. دوی ته د الله د رضا لپاره تدریس کوم.»

 په پاکستان کې د هغو افغان ماشومانو لپاره چې د کورنۍ اقتصاد یې ښه دی، هم د سبقونو مخ ته وړل ګران دي. فرشته غزنوي په دې اړه وايي چې افغان ماشومان په پاکستاني ښوونځیو کې د ژبې ستونزه هم لري. د هغې په خبره: «یعنې دا ماشومان په اردو او انګلیسي ژبو نه پوهېږي. بل افغانان دلته په پاکستان کې د ډېر وخت پاتې کېدو لپاره نه‌دي راغلي، غواړې اروپايي، امریکايي او یا نورو هېوادونو ته ووځي؛ نو د ښوونځیو په برخه کې ستونزې شته او زه همدغو مسایلو اړ کړې یم چې دوی ته سبق ووایم.»

له مېرمن غزنوي سره خوا کې د اسلام‌اباد په بي۱۷ سیمه کې بیا یوشمېر نورې مېرمنې هم را ټولې شوي او په وړیا توګه افغان ماشومانو ته زده‌کړې ورکوي. په دې سیمه کې د افتاب په نوم ښوونځی په امرېکا کې د مېشتې یوې افغانې کورنۍ له‌خوا جوړ شوی چې مدیریت یې حسینا هاشمي پر غاړه لري.

هغه وايي، په دې سیمه کې پخوانیو ښځینه افغان ښوونکو او په زده‌کړو سمبالو نورو مېرمنو سره یې یوځای کړي چې په وړیا توګه له زده‌کړو پاتې افغان ماشومان وروزي.

دا ښوونځی نهه میاشتې وړاندې جوړ شوی او مېرمن هاشمي وايي چې تر اوسه یې چلولی او نور دوی هم له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او ښايي ښوونځی وتړي. مېرمن هاشمي وايي چې دوی په لومړیو کې د ۹۰ زده‌کوونکو په ظرفیت دغه ښوونځی جوړ کړ، خو اوس ۴۰۰ زده‌کوونکي په دغه ښوونځي کې د زده‌کړو تر پوښښ لاندې دي.

هغه زیاتوي: «زموږ ښوونکي په وړیا توګه زده‌کوونکو ته سبق وايي او زده‌کوونکي هم فیس نه ورکوي. دا فکر موږ ته د خپلو ماشومانو له بې‌برخلیکۍ را پیدا شو چې موږ باید ښوونځی جوړ کړو چې هم مو خپل ماشومان په‌کې سبق ووایي او هم نور کډوال ماشومان.»

د ښوونځي نورې ښوونکې هم خوشحاله دي چې د خپل هېواد راتلونکی نسل روزي. دوی وايي چې د انسان دوستۍ حس دې ته اړ کړي چې د کډوالۍ په دغو سختو شرایطو کې په وړیا توګه په دغه ښوونځي کې ماشومانو ته سبقونه ووایي.

د یاد ښوونځي ښوونکې حبیبه جامي وايي: «موږ د کډوالۍ سختې شپې او ورځې تېروو. د پاکستان حکومت مو په کیسه کې نه دی؛ نو اړ شوو چې خپله یو بل ته لاسونه ورکړو، یوځای برابر کړو او ماشومانو ته مو روزنه ورکړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا چې په پاکستاني دولتي ښوونځیو کې افغان زده‌کوونکي ولې نه جذبېږي؟ په دې اړه د پاکستان دولتي ادارو د چارواکو د ځواب په اخیستو بریالي نه شوو، خو د ماشومانو د زده کړو په اړه د افغان کډوالو کورنیو اندېښنې مې په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR له ویاند قیصر افریدي سره شریکې کړې او نوموړي یې په اړه راته وویل:

«د ښوونې په برخه کې اصلي چلېنج د کډوالو ثبتول دي. که دغه رجسټرېشن او پراسېس وشي، موږ ته به یو مساعد چاپېریال برابر شي چې موږ یې ملاتړ وکړو. اوس خو یې حکومت له شروع نه ثبتوي. که حکومت دوی راجسټر کړي، بیا به د ښوونځیو ستونزې هم حل شي.»

د یادونې ده چې UNHCR د پاکستان حکومت د خپرو کړو شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه تر اوسه پاکستان ته د راغلو کډوالو شمېر شاوخوا ۶۰۰ زره کسان یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام