Asset 1SWN

د ګاونډي مېلمه‌پالنه؛ پاکستان کې د دوو اوونیو پرمهال ۷۰۰ افغانان بندیان شوي

افغان کډوال پاکستان

پاکستان کې د افغانستان سفارت مسوولان وايي چې د تېرو دوو اوونیو پر مهال دغه هېواد کې څه باندې ۷۰۰ افغان کډوال چې یوشمېر یې قانوني اسناد هم لري، د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست سرداراحمد شکېب سلام‌وطندار ته ویلي چې تراوسه د ۵۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ افغان کډوال کراچۍ او ۲۰۰ نور بیا اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «یوازې تېره ورځ ۲۰۰ کډوال اسلام‌اباد کې نیول شوي چې تر ۱۲۱ یې کارټونه لري او ۳۴ یې ویزې لري. د سفارت په هڅو او د کډوالو استازیو په هلو ځلو اسناد‌لرونکي ازاد شول.»

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت سرپرست همداراز ټينګار کړی چې د پاکستان سترې محکمې ته یې د افغان کډوالو د نیونې لړۍ درېدو په پار یو مکتوب لېږلی او له دې ادارې یې غوښتنه کړې چې د کډوالو موضوع دې نه‌سیاسي کوي.

هغه وویل: «د کډوالو ستونزو په اړه مو یو مکتوب د پاکستان سترې محکمې ته لېږلی او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه ورته ویلي چې نیونې به یې د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي او دا د هېڅ‌ لوري په ګټه نه‌ده.»

په ورته مهال پاکستان کې یو‌شمېر افغان کډوال وايي چې د وروستیو ورځو پر مهال دغه هېواد کې د افغانانو د نیونې لړۍ چټکه شوې.

افغان کډوالې ظریفې نجاتي سلام‌وطندار ته وویل چې د پولیسو له لوري د نیونې له وېرې له کوره بهر نشي تللی.

هغې وویل: «موږ د نړیوالې ټولنې ته په تمه دلته راغلي یو چې له بده‌مرغه دلته د پاتې‌کېدو ځای نه‌لرو او نه هم بېرته د تلو. له یوې خوا بې‌وزلي راته ستونزې جوړې کړي او له بل‌خوا د نیونې وېرې.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د لنډمهالي حکومت سرپرست لومړي وزیر خبرداری ورکړ چې له دغه هېواده به ټول ناقانونه کډوال باسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام