Asset 1SWN

پاکستان کې د افغانانو د نیولو تازه څپه؛ تر اوسه ۵۰۰ کډوال نیول شوي

Afghan-refugees-in-Pakistan

پاکستان کې د روانې اوونۍ پر مهال د افغان کډوالو د نیونې تازه څپې پیلېدو سره هم‌مهاله د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه هېواد کې تازه سلګونه کسان نیول شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې دا مهال څه باندې ۵۰۰ افغان کډوال چې قانوني اسناد یې نه‌لرل، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، د یاد وزارت د هلو ځلو په ترڅ کې تراوسه ۱۲۰ افغان کډوال د پاکستان له بند‌خونو بېرته خوشې شوې دي.

نوموړي وویل: «د نیول شویو کسانو شمېر ۵۰۰ ته رسېږي. د کډوالو وزارت د یادو کسانو د خوشې کولو او نیونې لړۍ درولو لپاره شارپ دفتر سره په همغږۍ سند او کراچۍ ته حقوقي ټيمونه لېږلي چې په پایله کې یې ۱۲۰ کډوال بېرته خوشې شوي.»

په ورته مهال پاکستان کې یو‌شمېر افغان کډوال وايي چې د دغه هېواد د پولیسو له لوري د نیونې له وېرې په ورځو ورځو له کوره نه‌راوځي.

د پاکستان کراچۍ ښار کې افغان کډواله نوریه مرادي وايي چې خپل بېړني ناروغان روغتون ته نشي بېولی. «له څو ورځو راهیسې کراچۍ کې تر ۳۰۰ کسان نیول شوي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي. څلور ورځې کېږي د نیول‌کېدو له وېرې چېرته نه‌یو تللي، ناروغان روغتون ته نشو بېولی.»

په ورته مهال یو‌شمېر هغه افغان کډوال چې په دې وروستیو کې یې خپلوان د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي، وايي، پولیس د پیسو په بدل کې دغه کسان خوشې کوي او په وینا یې، هغوی چې پیسې نه‌لري، بندیان وي.

اسلام‌اباد کې افغان ګډ‌وال ګل‌محمد سلام‌وطندار ته وویل: «د ویزې وخت مې پوره شوی و، تېر پنج‌شنبه یې زه ونیولم، اسناد راسره نه‌وو، بل کس راسره راغی او په ضمانت یې خوشې کړم. موږ خپله یوه افغانۍ په سختي پیدا کوو، دا مې هم له چا پور واخیست.»

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې تازه څپه د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د نوي لنډمهالي وزیر په ګومارنې سره پیل شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بوګټي د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي چې د دغه هېواد حکومت به د ناقانونه کډوالو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام