Asset 1SWN

د زندانونو چارو د سمون اداره: دا مهال ایران کې ۴۵۰۰ افغان کډوال بندیان دي

1200px-EvinHouseofDetention

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولان وايي چې دا مهال شاوخوا ۴۵۰۰ افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور د ایران په زندانو کې بندیان دي.

د یادې ادارې ویاند محمدنسیم لالهاند سلام‌وطندار ته وايي، د تېرو دوو کلونو پر مهال په دوو بېلابېلو پړاونو کې ۱۱۱۸  افغان بندیان له ایران څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه بندیان د سرپرست حکومت او ایراني چارواکو د خبرو په پایله کې افغان لوري ته سپارل شوي.

هغه وویل: «دا مهال شاوخوا ۴۵۰۰ افغانان ایران کې بندیان دي او تراوسه په دوو پړاونو کې ۱۱۱۸ افغان کډوال چې ایران کې بندیان وو، افغانستان ته لېږدول شوي دي.»

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولان همداراز زیاتوي، هغه افغان بندیان چې ایران کې د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان شوي، افغانستان ته له لېږد وروسته یې ستره محکمه په اړه پرېکړه کوي.

بل‌خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلۍ عمومي مدیر علي‌رضا محمودي رسنیو ته ویلي و چې د دغه هېواد په زندانونو کې شپږ زره افغان کډوال بندیان دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د وروستیو څو کلونو پر مهال درې میلیونه او ۵۰۰زره افغانان ایران ته کډوال شوي چې د خپاره شویو راپورونو له مخې، وخت ناوخت د دغه هېواد د پولیسو او خلکو له لوري له فزیکي ځورونې سره مخ کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام