Asset 1SWN

د زندانونو چارو د سمون اداره: دامهال د هېواد زندانونو کې ۱۶زره کسان بندیان دي

untitled-design-5-5

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولان وايي چې دا مهال د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې ۱۶زره کسان د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان دي.

د یادې ادارې مسوولانو دغه څرګندونې نن شنبه د زمري ۲۱مه «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست یوسف مستري د یادې ادارې د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې دې ادارې ته شاوخوا ۳۲زره زندانیان سپارل شوي وو چې نیمايي د محکمو له پرېکړو او فرمانونو وروسته خوشې شوې دي.

 د یادې د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال  د روژې او اخترونو مناسبت په اړه فرمانونو ۳۸۸۱ کسان خوشې شوې او ۹۸۱ بندیانو ته د دوی د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی دی.

د زندانونو چارو د سمون ادارې له هېواده بهر د افغان بندیانو د رالېږد لپاره هم هڅې پیل کړي، خو د یادو هڅه په اړه یې نور معلومات ورنه‌کړل.

په ورته مهال د تېر یوه کال پرمهال د هېواد بېلابېلو زندانونو کې بندیانو ته د نشه‌يي توکو د لېږد مخه هم نیول شوې ده. د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولانو وویل چې تېر کال یې د کندهار زندانو ته د ۴زره ګرامه نشه‌يي توکو مخه نیولې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

همداراز ۲۸۵۵کرامه چرس، ۸۰۲ ګرامه شیشه، ۴۵۴ ګرامه هیروین، ۳۰۱ ګرامه سپین پوډر ۸۸۴ قوطۍ ټابلېټ او یو‌شمېر جعلي کارټونه هم نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام