Asset 1SWN

د پاکستان له زندانونو ۶۶ افغان بندیان خوشې شوي

Refugges

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان د سِند ایالت له زندانونو د ماشومانو په ګډون ۶۶نور افغان بندیان خوشې شوې دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن پنج‌شنبه د غبرګولي څلورمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه افغان بندیان پاکستان کې د افغان سفارت او کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ په هلو ځلو ازاد شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه له دغو معلوماتو سره په کراچۍ کې د افغان قونسل عبدالجبار تخاري یوه ویډیو هم خپره کړې چې نوموړی په‌کې د یادو افغانانو د خوشې‌کېدو خبره کوي.

نوموړی په دې ویډیو کې وايي چې دغه ۶۶ افغان بندیان د چمن له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. د نوموړي په وینا، له دې وړاندې هم ۲۲۷۶ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان قونسل عبدالجبار تخاري همداراز له پاکستان غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې د افغان بندیانو نیول ودروي او هغه افغانان چې بندیان دي، ژر تر ژره خوشې کړي.

د پاکستان حکومت له تېر نږدې دوو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې چې دې لړ کې یې سلګونه افغانان بندیان کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد هېواد چارواکي وايي چې دغه افغان کډوال یې د قانوني اسنادو نه‌لرلو له کبله نیولي دي، خو یو‌شمېر افغانان بیا نیوکه کوي چې له قانوني اسنادو سره سره د دغه هېواد د پولیسو له لوري نیول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام