Asset 1SWN

د پاکستان له یوه زندانه ۳۰ افغان بندیان خوشې شوي

FB_IMG_1667886242476

پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي چې د دغه هېواد د کراچۍ ښار له یوه زندان ۳۰ هغه افغان کډوال چې د قانوني اسنادو د نه لرله له کبله پولیسو بندیان کړي وو، د دوی په هڅو بېرته خوشې شوې دي.

باختر خبري اژانس نن سه‌شنبه د لړم ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه کسان د کراچۍ له یوه زندانه خوشې شوي او خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه افغان کډوال داسې مهال خوشې کېږي چې پاکستان کې ګڼ‌شمېر افغان کډوال د پولیسو له‌خوا نیول شوي او زندان ته اچول شوي دي.

پرون دوشنبه پځواني ولسمشر حامد کرزي په یوې خبرپاڼه کې له افغان کډوال سره د پاکستان د حکومت چلن ته غبرګون ښودلی و او له دغه هېواد یې غوښتي و چې د نړیوالو بشري‌ حقونو د اصولو پر بنسټ افغان کډوالو سره چلن وکړي.

حامد کرزي همداراز ویلي چې پاکستان د افغان ښځو او ماشومان په ګډون ۱۱۰۰ کسان نیولي او بندیان کړي یې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال یو‌شمېر افغان کډوالو پاکستاني رسنیو ته ویلي، د دغه هېواد پولیسو هغه کسان هم بندیان کړي چې قانوني اسناد لري.

خو پاکستاني چارواکي بیا وايي، هغه افغان کډوال یې نیولي او د نورو د نیولو هڅې روانې دي چې دغه هېواد ته له قانوني اسنادو پرته راغلي دي.

ګڼ‌شمېر افغان کډوال هر کال پاکستان ته د درملنې یا هم کار لپاره ځي چې وخت نا وخت د دغه هېواد د پولیسو له‌خوا ځورول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام