د پاکستان له یوه زندانه ۳۰ افغان بندیان خوشې شوي

پاکستان کې د افغانستان د سفارت چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د کراچۍ ښار له یوه زندان ۳۰ هغه افغان کډوال چې د قانوني اسنادو د نه لرله له کبله پولیسو بندیان کړي وو، د دوی په هڅو بېرته خوشې شوې دي. باختر خبري اژانس نن سه‌شنبه د لړم ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه افغان کډوال د کراچۍ له یوه زندانه خوشې شوي او بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

نجفي‌زاده: ا.ا د طلوع نیوز له ویاند پرته دوه کارکوونکي خوشي کړي

د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون یوه مخکیني مسوول تایید کړې چې د ا.ا له‌خوا پرون د دغه ټلویزیون له درېوو نیول شویو کارکوونکو څخه دوه یې بېرته خوشې شوي دي.

لطف‌الله نجفي‌زاده په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د طلوع نیوز خبري څانګې رییس خپلواک ساپی او د ټلویزیون حقوقي سلاکار له پوښتنو وروسته بېرته خوشې شوي، خو ویاند بهرام امان لاهم له ا.ا سره بندي دی.