د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون یوه مخکیني مسوول تایید کړې چې د ا.ا له‌خوا پرون د دغه ټلویزیون له درېوو نیول شویو کارکوونکو څخه دوه یې بېرته خوشې شوي دي.

لطف‌الله نجفي‌زاده په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د طلوع نیوز خبري څانګې رییس خپلواک ساپی او د ټلویزیون حقوقي سلاکار له پوښتنو وروسته بېرته خوشې شوي، خو ویاند بهرام امان لاهم له ا.ا سره بندي دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پرون طلوع نیوز کې یوې سرچینې سلام‌وطندار ته تایید کړه، وروسته له هغې چې دوی د ا.ا له لوري پر دوی د سریالونو د نه خپرولو په اړه خبر خپور کړ، د اسلامي امارت استخبارات دفتر ته ور ننوتل او د طلوع نیوز رييس خپلواک ساپى، وياند بهرام امان او د حقوقي برخې مسوول يې ونيول.

طلوع نیوز په افغانستان کې له لومړنیو خصوصي خبري تلویزیوني شبکو ده چې له کلونو کلونو راهیسې د “موبې ګروپ” په اډانه کې فعالیت کوي. دې شبکې او په ټوله کې د موبې ګروپ نورو رسنیو پر افغانستان د ا.ا له واکمنېدو وروسته هم له کابله خپرونو ته دوام ورکړ.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) دفتر چې امنیت شورا یې پرون ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځاوه، د ا.ا لخوا د دغو خبریالانو په نیول کېدو اندېښنه ښودلې. د یوناما د ټویټر په پوست کې ټینګار شوی چې دغه ژورنالیستان باید سملاسي خوشې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ځواکونو تر دې وړاندې هم د يوشمېر رسنيو خبريالان، سياسي فعالان او ځينې مېرمنې نيولي او بيا يې بېرته خوشې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د رسنیو ملاتړو بنسټونو ویلي چې افغانستان کې تر نیمايي ډېرې خصوصي رسنۍ د اقتصادي ستونزو او فشارونو له کبله تړل شوي او یا یې فعالیتونه محدود شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام