د بې‌پولې خبریالانو سازمان د افغان خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو له داوم څخه د تازه رپوټ په خپرولو سره اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې په دې وروستیو دوو میاشتو کې د خبریالانو احضار او خپلسره نیونې زیاتې شوي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې، د خبریالانو او د رسنیو کارکونکو د نیولو ۵۰ موارده ثبت شوي، چې ځینې یې تاوتریخوالي هم له ځانه سره لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د اسلامي امارت او د امرباالمعروف او نهي‌عن‌المنکر وزارت له خوا د خبریالانو پر وړاندې ګواښوونه او د رسنیو کارونو کې لاسونه، د ټولیزو رسنیو قانون سره په ټکر کې بولي او غندنه یې کوي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون هم یوه اعلامیه کې افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو نیول، وژل او پر وړاندې یې د بریدونو زیاتېدل، د رسنیو ازادۍ ته د اسلامي امارت بې‌اعتنايي او د ورځپاڼه‌لیکونکو ځورول بولي.

اعلامیه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت راهیسې، افغانستان کې د ۳۱۸ رسنیو فعالیت بند شوی او د پنځه زره او ۹۶ خبریالانو له ډلې چې د اسلامي امارت له تسلط وړاندې یې کار کاوه، یوازې دوه زره او ۳۳۴ کسان کار کوي.دغه فدراسیون له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د «افغانستان رسنیو ته سپکاوی» پایته رسووي.

دې سره اسلامي امارت د خبریالانو او رسنیو وضعیت څخه د اندېښنو په غبرګون کې ویلي، چې دوی د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي او پر وړاندې یې د خنډونو لرې کولو لپاره هڅې کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ټویټرپاڼه لیکلي، رسنۍ هم مکلفیت لري چې بې‌پرې او اسلامي او ملي ارزښتونوته ژمنې وي او د رسنیو قانون ته درناوی ولري.
د هغه په وینا، په دې اړه خپاره شوي رپوټونه او اندېښنې تر غور لاندې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه اندېښنې داسې مهال مطرح کیږي چې دې وروستیو میاشتو کې د رسنیو ملاتړ بنسټونو او خبریالانو په وار وار افغانستان کې د رسنیو او د بیان ازادۍ پر وړاندې د محدویتونو وضع کول او د ځپلو لپاره هڅې یې محکومې کړي او هغه یې د بشري حقونو تر پښو لاندې کول بللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام