Asset 1SWN

سلام وطندار

ملګري‌ملتونه: نادولتي موسسو کې د ښځو کار د بحث وړ نه دی او باید دوام وکړي

WhatsApp-Image-2022-02-23-at-11.01.26-AM

 افغانستان کې غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې پر ښځینه کارکوونکو بندیز ته د غبرګونونو په لړ کې ملګروملتونو ویلي چې موسسو کې د ښځو د کار موضوع د بحث وړ نه ده او اسلامي امارت باید له خپلې دغې پرېکړې په شا شي.

د ملګروملتونو او یوشمېر مرسته‌رسوونکو بنسټونو ګډه خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې موسسو کې د ښځو پر کار بندیز به افغانستان کې د بشردوستانه مرستو رسولو پر بهیر منفي اغېز وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «موږ موسسو کې د ښځو پر کار لګول شوی بندیز له پامه نه شو غورځولی، که څه هم خپلو حیاتي پروګرامونو ته دوام ورکوو، خو وړاندوینه کوو چې زموږ زیاتره فعالیتونه بندېږي، ځکه نشو کولی له ښځینه کارکوونکو پرته بشردوستانه مرستې هغسې چې اړتیا ده، ووېشو.»

په ورته مهال د ۱۲ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو هم یوې ګډه خبرپاڼه کې اسلامي امارت څخه غوښتي چې غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لغوه کړي.

دغه خبرپاڼه د اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویتزرلنډ، نیدرلنډ، بریتانیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازي له‌خوا خپره شوې او په کې ویل شوي د اسلامي امارت دغه کار هغه میلیونونه افغانان له ګواښ سره مخ کوي چې د ژوند د دوام لپاره پر بشردوستانه مرستو تکیه دي.

خبرپاڼه کې راغلي‌ که ښځې افغانستان کې د مرستو رسولو برخه کې ونډه وانخلي، نادولتي موسسې به ونه‌شي کړای، د هېواد تر ټولو زیان منونکو خلکو ته خوراکي توکي، درمل او نور هغه وسایل ورسوي چې د ژوند د دوام لپاره ورته اړتیا لري.

په ورته مهال افغانستان کې د ښځو حقونو فعالان د هغوی د حقونو له تامین څخه د ملاتړ په برخه کې د نړیوالو پر کړن‌لارې نیوکه کوي.

افغانستان کې د ښځو د حقونو فعاله شمایل توانا وايي: «پر ښځو دومره محدودیتونو ته په پام، هیله مو لرله چې نړۍ او ملګري ملتونه له غبرګون څرګندونو راووځي او جدي عملي اقدامات وکړي، خو وینو دوی د تل په څېر یوازې غبرګون ښيي او خپل نظر وړاندې کوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

وروسته له هغې چې اسلامي امارت غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، پنځو نړیوالو سازمانونو چې افغناستان کې یې بشري خدمات وړاندې کول، خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام