د اروپایي ټولنې استازیو او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون د افغانستان پر موضوع خبرې کړي او یوه ګډه خبرپاڼه کې یې اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د بشري ناورین او نورو ناخوالو مخنیوي لپاره سیاستوالو سره خبرې پیل کړي او ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، حکومت یې ټول‌ګډونه دی او کابینه یې لاهم د جوړېدو په حال کې ده او ملي ګټو ته ژمنو کدرونو ته به په کې ځای ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بلال کریمي سلام وطندار ته وویل: «د حکومت تشکیل او د نظام جوړښت مسله د افغانانو داخلي مسله ده، مونږ چاته اجازه نه ورکوو، د نظام په جوړښت کې لاسوهنه ولري. دا مداخله ده، لکه څنګه چې مونږ د نورو چارو کې مداخله نه کوو، له نورو هم غواړو چې افغانان پرېږدي د خپلې خوښې نظام ولري.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند سیاستوالو سره د سولې د خبرو په اړه وايي، داسې څه نشته چې دوی دې ورسره په تقابل کې وي. په داسې حالا کې چې د چارو شنونکي د ټول‌ګډونه حکومت په جوړېدو ټینګار کوي، خو وایي، نه باید بیا د تېر حکومت په فساد ککړو کسانو ته ځای ورکړل شي.

سیاسي کارپوه میربت خان منګل وویل، که نړیوال د ټول‌ګډونه حکومت په مطرح کولو سره هغو پخوانیو سیاستوالو ته د ونډې ورکولو هڅه کوي چې پردي‌پاله او د هغوی ګټو ته ژمن دي،  دا افغان ولس ته د منلو نه دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

منګل وایي، که د نړیوالو موخه دا وي چې ټول‌ګډونه کې د هر قوم استازی برخه ولري، د کار وړ کسانو څخه کار واخیستل شي، نو دا یو مثبت ګام دی او د اسلامي امارت چارواکي یې باید ومني.

نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت تر راتګ وړاندې هم افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت په جوړولو ټینګار کړی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام