د اروپايي ټولنې او پاکستان ګډې اعلامیې ته د اسلامي امارت غبرګون

د اروپایي ټولنې استازو او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تیره ورځ د افغانستان پر موضوع خبرې کړي او یوه ګډه خبرپاڼه کې یې اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې، چې د بشري ناورین او نورو ناخوالو مخنیوي لپاره سیاستوالو سره خبرې پیل کړي او ټولشموله حکومت جوړ کړي.

برښنا شرکت: د برښنا د تعرفې لوړولو اوازې ناسمې دي

د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي په یو ویډیویي پیغام کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې دغه شرکت د برښنا بیه لوړوي. نوموړي په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي چې په دې برخه کې کوم بدلون نه دی راغلی او د تعرفې د لوړوالي په اړه تراوسه هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې.

کړکېچ نړیواله ډله: لوږه او سړه هوا به یو میلیون افغانان مړه کړي

د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو دوام به په دغه هېواد کې یو میلیون کسان د لوږې او سختې سړې هوا له امله مړه کړي. دغې ډلې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو ته په پام له نړیوالو غوښتنه کړې چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي.

امریکا: د افغانستان په وضعیت پوهېږو، خو خپل شرایط لرو

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي، که څه هم په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه پوهېږئ، خو تر هغه یې چې شرایط نه وي منل شوي، اسلامي امارت به په رسمیت ونه پېژني. ویسټ ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او امریکا هم باید په دې اړه ډاډ ترلاسه کړي.