د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو دوام به په دغه هېواد کې یو میلیون کسان د لوږې او سختې سړې هوا له امله مړه کړي.

دغې ډلې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو ته په پام له نړیوالو غوښتنه کړې چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي. د کړکېچ ډلې ویلي، پر دغه هېواد د لګېدلي محدودیتونو له کبله رامنځ ته شوې لوږه به د دومره کسانو ژوند واخلي چې په تېرو دوو لسیزو کې د جګړې له امله وژل شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کړکېچ نړیواله ډله زیاتوي چې که چېرته له افغانستان سره مرسته ونه شي، تر یو نیم میلیون پورې ماشومان به خپل ژوند له لاسه ورکړي. دغه ډله له نړیوالو غواړي چې د اسلامي امارت په مشري د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو پرته دې له افغانانو سره خپلې مرستې وکړي.

په افغانستان کې د اقتصادي سقوط د خبرداري په لړ کې پرون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی و، که له افغانستان سره مرستې ونه شي، د دغه هېواد اقتصادي نظام به وپاشل شي چې له امله به یې ګڼ‌شمېر افغانان کډوالۍ ته اړ شي.

په ورته مهال د اسلامي امارت چارواکي بیا وايي چې هېواد کې اقتصادي ستونزې دومره هم نه دي، لکه څنګه یې چې نړیوال بنسټونه په اړه رپوټونه ورکوي. دوی ویلي، د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره یې هڅې پیل کړي او کوښښ کوي چې ډېر ژر دغه ستونزې هوارې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغې ډلې وړاندې په یوه رپوټ کې له امریکا څخه غوښتنه کړې وه چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې ازاده کړي، څو د دغه هېواد اقتصادي ستونزو ورسره راکمې شي. امریکا د افغانستان بانک څه باندې ۹ میلیارده ډالره کنګل کړي او د دغو پیسو ازدول یې د اسلامي امارت پر کړنو پورې تړلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام