اسلامي امارت وايي، د ټاپي پروژې د ښه پلي کېدو لپاره تیار دی چې د امنیت ټينګښت لپاره یې ځانګړي ځواکونه جوړ کړي. د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي چې ټاپي په سیمه کې مهمه اقتصادي پروژه ده او د امنیت په ټینګښت سره یې د پلي کېدو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلاموطندار ته ویلي، د ټاپي پروژې چې ۸۱۶ کیلومټره د افغانستان خاوره کې تېرېږي، په پلي کېدو سره به ملي عواید لوړ او د پام وړ کاري بوختیاوې برابرې شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د یادې پروژې په پلي کېدو سره به له ۱۰ زرو ډېرو افغانانو ته کاري بوختیاوې برابرې او هر کال به د تېرېدو او ټرانزیټ له لارې له شاوخوا ۴۰۰ تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو ملي عواید ولري.
بلهخوا د سټراټېژیکو مطالعاتو او ملي امنیت شنونکی شمشاد عزیز کاظمي وايي هم وايي چې د ټاپي پروژې د امنیت ټينګښت اسانتیاوې برابرې شوي او دا پروژه کولای شي سیمهييزې همپالنې ته لاره هواره کړي.
هغه زیاتوي چې دې پروژه کې سیمهيیزې اقتصادي ګټې خوندي دي او په پلي کېدو سره به یې د هند او پاکستان ترمنځ د ستونزو مخه هم ونیسي.
د اقتصادي چارو شنونکی تاجمحمد تلاش بیا باور لري چې افغانستان د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره کولای شي هغه د فشار وسیلې په توګه د پاکستان پر وړاندې وکاروي.
د تلاش په خبره، د افغانستان سوداګریز برابروالی ښيي چې لا هم په پاکستان پورې تړلی دی او د ټاپي پروژه کولای شي د دغه هېواد د سرغړونو پر وړاندې د فشار یوه وسیله وګرځېږي.
د نړیوالو اړیکو استاد محمدحسن فقیري هم ډاډه دی چې د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به د افغانستان په اقتصادي وضعیت کې بدلون راولي.
هغه دا پروژه د افغانستان او سیمې لپاره مهمه بولي او په وینا یې، ان په ۱۹۹۰ زېږدیزه لسیزه کې چې د مرکزي اسیا هېوادونو خپلواکي واخیسته، د دې پروژې په اړه بحثونه کېدل.
د یادونې ده چې ټاپي پروژه یوه ستره سیمهيیزه پروژه ده او چارې یې د امنیتي ګواښونو له کبله ځنډېدلې وې، خو په دې پروژه کې ښکېلو هېوادونو تازه د دې پروژې د پیل لپاره هیلهمندي ښودلې ده.