باختر دولتي اژانس خبر ورکړی چې د رییس‌الوزرا لومړي او اقتصادي مرستیال د جمعې په ورځ هرات کې یوې غونډې ته ویلي چې ډېر ژر به د ټاپي پروژې چارې له هرات څخه پیل شي. د نوموړي په خبره، د دې پروژې ډېره ګټه به هراتیانو ته ورسېږي.

برادر ویلي، د ټاپي پروژې سربېره به د هرات صنعتي ښارګوټي پر پنځم فاز به هم کار پیل شي. د نوموړي په خبره، یاد ښارګوټی به په «پُل هاشمي» سیمه کې جوړ شي. هغه ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکې کې به د پاشدان او شینډنډ بندونو د جوړېدو چارې بیا پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

باختر خبري اژانس د برادر له قوله لیکلي چې سرپرست حکومت د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ بیه ثبات ساتلی، خو په وینا یې، د سیمې باثباته هېوادونه په دغه کار کې پاتې راغلي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام