له نږدې دوه اوونیو راپدېخوا په هرات ولایت کې د حق‌الزحمه ښوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله دغه ښوونکو کاربندیز اعلان کړی او نن یې په دغه ولایت کې یوه اعتراضیه غونډه رابللې وه.

دغه ښوونکي چې شمېر نږدې ۳۰۰۰ کسانو ته رسيږي نن یې په هرات کې د یو‌شمېر مدني فعالانو او د ولایتي شورا له یو‌شمېر غړو سره اعتراضیه غونډه جوړه کړې وه، څو د عدالت غوښتنې غږ یې په مرکز کې حکومتي چارواکو ته ورسوي.

  د حق الزحمې ښوونکي وایي چې له تېرو شپږو میاشتو راپدېخوا یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او حکومت په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د منتخبو ښوونکو د شورا رییس محمد‌صابر مشعل په دې اعترضیه غونډه کې خبرداری ورکوي، که چېرته حکومت د دغه ښوونکو معاشونه پر وخت ور نه کړي، پر سترو لاریونو به لاس پورې کړي.

هغه وویل: « زمونږ د څارنې د غړو کاربندیز ۱۳ ورځې ته غځېدلی دی، په ښار او ولسوالیو کې زمونږ د پوهنې د څار غړیو د کاربندیز لامل د حق الزحمې د ۶ میاشتو د حقونو نه ورکول دي. دا ستونزه یوازې د نظارت له غړو سره نه ده، بلکې د هرات د پوهنې ریاست کې داسې نورې برخې هم شته چې معاشونه یې نه دي ورکړل شوي. د بېلګې په توګه حق الزحمه ښوونکي لرو، د ښوونځیو امران، مدیران او سرښوونکي لرو چې له ۶ میاشتو راپدېخوا حکومت د دوی د حق الزحمه نه ده ورکړې.»

په ورته وخت کې د حق الزحمې یو‌‌شمېر ښوونکي د پوهنې وزارت له لوري پر خپلو ژمنو عمل نه کولو په اړه اندېښنه ښايي او وایي، دوی د معاشونو د نه ورکولو سربېره له دوی سره قرارداد هم نه دی شوی.

د حق الزحمې یو ښوونکی خدا بخش ارین وایي: «له تېرو ۶ میاشتو راهیسې دنده ترسره کوم، مونږ ته یې وویل چې د ۱۴۰۰کال په لومړۍ میاشت کې به له تاسو سره قرارداد وکړو، په تېرکال کې مو دوه میاشتې په وړیا توګه دنده وکړه، د سږني کال هم درې میاشتې تېرې شوي دي، له مونږ سره هېڅ راز قرارداد نه دی شوی او زمونږ معاشونه یې هم نه دی راکړي. مونږ ته ژمنې راکوي، خو عمل پرې نه کوي.»

په همدې حال کې د هرات ولایتي شورا او مدني فعالان له حکومت په ځانګړې توګه له پوهنې وزارت څخه نیوکه کوي او وایي، تر هغو چې یې غوښتنې نه وي منل شوي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکوي.



بل‌خوا د هرات ولایت د پوهنې رییس ذکریا رحیمي وایي، په راتلونکي نږدې به د حق الزحمه ښوونکو معاشونه ورکړل شي. د نوموړي په وینا، تازه ولسمشر محمد اشرف غني پوهنې وزارت ته حکم کړی چې د حق الزحمه ښوونکو معاشونه دي ورکړل شي.

هغه وایي: « سږکال د پوهنې په برخه کې ځينې ستونزې وې، په بودیجه کې ستونزې وې او د پوهنې وزارت له ولسمشر سره په دې اړه خبرې کړي او ولسمشر هم د ۶۲۳شمېرې د حکم ورکولو پر اساس دغه ستونزې هوارې شوي او ډېر ژر به پیسې ولایتونو ته ولېږدول شي او وبه وېشل شي.»

د هرات ولایت د پوهنې ریاست په اډانه کې نږدې ۳۰۰۰ حق الزحمه ښوونکي پر تدریس بوخت دي چې د دوی په وینا، د پوهنې ریاست له دوی سره تراوسه قرارداد نه دی کړی او  په حق الزحمه توګه پر تدریس بوخت دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام