د کوه‌دامن په ۷ ولسوالیو کې د ډاکټرانو کار بندیز

د کابل شمال د کوه‌دامن په اوو ولسوالیو کې محلي او روغتیایي مسوولان، په دغو ولسوالیو کې له یوې اوونۍ راهیسې د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو د کاربندیز له امله د روغتیایي چوپړتیاوو د بندېدو خبر ورکوي. د کابل په ۷ ولسوالیو میربچه‌کوټ، قره‌باغ، کلکان، اسټالف، ګل‌دره، فرزه او شکردره کې روغتیایي کار‌کوونکو او ډاکټرانو کاربندیز کړی.

هېواد کې د درمل پلورونکو کاربندیز

د کابل ښار درمل پلورونکي د اعتراضونو او لاریونونو په ۱۰مه ورځ اړ شول چې کاربندیز اعلان کړي.
د افغانستان د درملو خدمتونو د ټولنې مسوولان حکومت د درملو واردولو پر انحصار تورنوي او وایي، حکومت د دوی په نه موجودیت کې پریکړه کړې چې د درملو واردول یو څو مشخصو شرکتونو ته وسپاري.

د صرافانو کاربندیز یوولسمې ورځې ته ورسېد

د اسعارو د راکړې ورکړې په بازارونو کې د صرافانو کاربندیز یوولسمې ورځې ته ورسېده.
د افغانستان د صرافانو سراسرې ټولنې د مشرتابه شورا غړي حاجي ځیرک سلام‌وطندار ته ویلي چې د یوولسو ورځو په تېرېدو سره لا هم د صرافانو ستونزې پر ځای دي او د افغانستان بانک چارواکو یې د حل په برخه کې ګام نه دی اوچت کړی. د هغه په خبره، د ستونزو د حل په موخه یې له یوشمېر نورو چارواکو سره هم لیدلي، خو پایله یې نه‌ده ورکړې.

کابل کې د صرافانو کاربندیز خلکو ته سرخوږی جوړ کړی

د کابل ښار د پیسو راکړې ورکړې تر ټولو لوی مرکز شهزاده سرای له تېرو څلورو ورځو راهیسې د صرافانو د کاري اعتصاب له کبله تړلی، خو هغو کسانو ته چې له نورو هېوادونو پیسې را لېږل شوي، خپلې پیسې نه شي ترلاسه کولای.
دوی وايي، په شهزاده سرای کې د راکړې ورکړې بندېدو خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.