د کابل ښار د پیسو راکړې ورکړې تر ټولو لوی مرکز شهزاده سرای له تېرو څلورو ورځو راهیسې د صرافانو د کاري اعتصاب له کبله تړلی، خو هغو کسانو ته چې له نورو هېوادونو پیسې را لېږل شوي، خپلې پیسې نه شي ترلاسه کولای.

دوی وايي، په شهزاده سرای کې د راکړې ورکړې بندېدو خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

سېلاب، تمیم او نجیب په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې د یاد سرای تړل کېدو ورته سرخوږی جوړ کړی دی. د دوی په خبره، په کور کې ناروغ ورته پروت دی، د کور کرایه یې نه ده ورکړې او پیسو ته بیړنۍ اړتیا لري، خو د شهزاده سرای د تړل کېدو له کبله نه شي کولای خپلې پیسې واخلي.

خو په شهزاده سرای کې یو صراف هلمند وایي، استازي یې د ستونزې لرې کولو په موخه له حکومتي چارواکو سره پر خبرو بوخت، خو تراوسه یې پایله نه‌ده ورکړې.

د هغه په وینا، دوی غواړي د تېر په څېر په دودیز ډول د پولي خدمتونو کار ته دوام ورکړي، خو د افغانستان بانک ورته ویلي چې باید شرکتونه جوړ کړي او په پرمختللي او ډیجیټلي سېسټم سره دې خلکو ته پولي خدمتونه وړاندې کړي.

د ده په خبره، صرافان دغه کار ځکه نه‌شي کولای چې لګښتونه یې ډېرېږي او د دغه کار په کولو سره باید ځینې کسان چې پر اقتصادي چارو پوهېږي، وګوماري او ډېرې پیسې ورکړي. هلمند وايي، حکومت پر صرافانو د پیسو مینځلو تور لګوي چې په وینا یې، دوی دغه کار نه کوي.

هغه زیاتوي، که حکومت ورته د تېر په څېر د کار جواز ور نه کړي، دوی به خپل کاربندیز ته دوام ورکړي.

سره له دې چې د صرافانو کاربندیز له کبله ګڼ‌شمېر کسان وزګاره شوي او خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي، خو د صرافو اتحادیې غړي وايي، د صرافیو شرکتونه نه جوړوي.

د افغانستان بانک بیا د صرافانو له خوا د شرکتونو پر جوړولو او جواز ترلاسه کولو ټینګار کوي.

د افغانستان بانک د رسنیو څانګې یو کارکوونکی احمدالله نوري وايي، د جواز ورکول دوام لري او تر اوسه له سلو ډېرو صرافانو د شرکتونو جوازونه ترلاسه کړي دي.

نوري وايي، اړینه نه ده چې صرافان دې د اقتصادي چارو کارپوهان پر دندو وګوماري او په خبره یې، د شرکتي جوازونو د اجباري کېدو پرېکړه یې هم د صرافانو په مشوره کړې او هغوی ته یې ډېرې اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.

هغه زیاتوي، د بانک چارواکي د صرافانو له استازیو سره پر خبرو بوخت دي او په خبره یې، د شرکتونو په نومونو د جوازونو اخیستل د پیسو مینځلو د مخنیوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ورسره مرسته کوي.

د افغانستان بانک مسوولان وايي، له نړیوالو شریکانو سره یې ژمنه کړې چې په هېواد کې ټولې پولي معاملې به برښنايي کوي او د شرکتونو له لارې به کېږي. بله‌خوا صرافانو هم تېره ورځ ګواښ کړی، که د تېر په څېر ورته د فعالیت اجازه ور نه‌کړي، نه یوازې خپل کاربندیز ته به دوام ورکړي، بلکې ښايي خپلې پانګې هم له افغانستانه نورو هیوادونو ته وباسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام