د افغانستان بانک د تازه پرېکړې پر بنسټ له دې وروسته  د هېواد ټول صرافان د انفرادي جواز پرځای باید شرکتي جواز واخلي، د مرکزي بانک دغه پرېګړه په هېواد کې د صرافانو له تند غبرګون سره مخ شوې ده.

د افغانستان د پيسو خدمتونو او صرافانو عمومي ټولنه، افغانستان بانک د صرافانو په کارونو کې د تخنیکي ستونزو پر رامنځته کولو تورنوي.

د صرافانو ټولنې د افغانستان بانک پرېکړې په غبرګون کې نن د کابل شهزاده سرای چې د هېواد په کچه د پیسو د تبادلې لوی مرکز ګڼل کېږي، تړلی دی.

د افغان صرافانو د ټولنې مشر میر افغان صافی وایي، د افغانستان بانک له لوري د صرافانو د فعالیت جواز نه تمدیدول او د شرکتي جواز اجباري کول، د صرافانو پر فعالیت جدي اغېزه کړې. د صافي په وینا، په ولایتونو کې د امکاناتو نه موجوديت د دې پرېکړې د پلي کولو چارې ناشونې کوي.

د افغانستان بانک پر دې پرېکړې د کابل او ولایتونو صرافان نیوکه کوي او وایي، د هېواد د پیسو بازارونو نه فعالیت عادي مالي څرخ ته زیان رسوي.

 د دوی په وینا، دغه چاره د دې لامل شوې چې په ورځنۍ کچه یو میلیارد افغانۍ له مالي څرخه پاتې شي.

خو د افغانستان بانک مسوولان وایي، دغه پرېکړه د پيسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي لپاره وضع شوې ده.

د افغانستان بانک د رسنیو څانګې مسول عصمت الله کوهسار سلام وطندار ته وویل، د صرافانو د شرکت جواز وضع کولو د دوی د فعالیتونو د پراختیا لپاره ګټور دی.

له دې ټولو سره د افغانستان د پيسو خدمتونو او صرافانو ټولنې له افغانستان بانکه وغوښتل چې د  شرکتي جواز اخيستل دې اختیاري شي او د صرافانو د جواز اخيستلو  برخه کې  دې رامنځته شوې تخنیکي ستونزې ژر تر ژره هوارې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام