Asset 1SWN

پولنډ افغانستان ته يو شمېر نوي چاپ شوي بانک نوټونه وسپارل

eee-p2ge68x5eap3ei6bb9cqjfuptl5ydns0tvzlvaewes

په هند کې د پولنډ سفارت وايي، ياد هېواد تېره اوونۍ افغانستان ته يو شمېر د افغانيو نوي چاپ شوي بانک نوټونه ورکړل او نور به يې د ۲۰۲۲ کال تر پايه وسپاري.

په نوې ډېلي کې د پولنډ له سفارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ۲۰۲۰ کال کې چې د (PWPW) شرکت او افغانستان ترمنځ کومه هوکړه شوې د هغې له مخې ۳۸۰ ميليونه افغانۍ نوي بانک نوټونه چاپېږي. نويو بانک نوټونو کې لسګونان، شلګونان، پنځوسيان او سلګونان شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د افغانيو نوي چاپ شوي بانک نوټونه  له ښو امنيتي ځانګړنو برمخه‌من دي چې د خيرو، چټليو او د کمياوي موادو محلولونو پر وړاندې ډېر مقاومت لري.

د معلوماتو له مخې دغه بانک نوټونه د (PWPW) شرکت د ځانګړي (Coat4note) ځلا له لوري ساتل کېږي او د افغانيو پر فزيکي ځانګړنې اغېز لري.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې يو شمېر غړيو  ويلي وو، د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي غواړي پر نويو بانک نوټونو خپل لاسليک وکړي، په داسې حال کې چې اجمل احمدي له يادې جرګې د باور رایه نه ده اخيستې.

د افغانستان بانک د ولسي جرګې د يادې اندېښنې په دې اړه په ځواب کې وويل چې نوي بانک نوټونه د پخواني سرپرست واحدالله نوشېر په لاسليک چاپېږي.

ياد بانک ويلي و، واحدالله نوشېر هم سرپرست و او هم يې له ولسي جرګې د باور رايه نه ده اخيستې ولې په دې اړه اندېښنه نه ښيي چې اوس د اجمل احمدي پر لاسليک اندېښنه ښيي.

د افغانستان بانک همداراز ويلي، ټاکل شوې اجمل احمدي د نويو بانک نوټونو له چاپه د نظارت لپاره پولنډ ته سفر وکړي؛ خو د ولسي جرګې د اندېښنو حل لپاره يې سفر وځنډېد.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام