د پلټنې عالي ادارې مسوولانو چې نن یې خپل کلنی راپور رسنیو ته وړاندې کاوه، وویل چې دغې ادارې د بېلابېلو سندونو، لکه د مالیې په ورکړه کې د ځنډ، ګمرکي محصولاتو، د مالیې لږ سنجول او بیو کې یې د توپیر په ارزولو سره ۲،۸ میلیارډه افغانۍ د دولت خزانې ته اچولي دي.

د دې ادارې ستر سلاکار فضل‌الله نظامي وویل چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې یې په مرکز او ولایتونو کې ۱۳۹ پلټنې کړې دي.

د هغه په خبره، د دغې ادارې د ارزونو پر موندنو یې هم ۵۳ اعتراضونه ترلاسه کړي چې ۴۱ هغه یې څېړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې چې د قوانینو او مقررو ارزونه او پلټنه، د عامه پروژو د پلي کېدو څرنګوالی، په وزارتونو، خپلواکو ادارو، دولتي شرکتونو او ښاروالیو کې د ټکنالوژیکي سېسټمونو کتنه او ارزونه د پلټنې عالي ادارې په دندو کې شمېرل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام