د پلټنې ادارې یوه کال کې ۲،۸ میلیارډه افغانۍ د دولت خزانې ته اچولي

د پلټنې عالي ادارې مسوولانو چې نن یې خپل کلنی راپور رسنیو ته وړاندې کاوه، وویل چې دغې ادارې د بېلابېلو سندونو، لکه د مالیې په ورکړه کې د ځنډ، ګمرکي محصولاتو، د مالیې لږ سنجول او بیو کې یې د توپیر په ارزولو سره ۲،۸ میلیارډه افغانۍ د دولت خزانې ته اچولي دي.

د عدلیې وزارت: افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اړتیا نشته

د عدلیې وزارت مسوولانو نن «ملت ته د دولت حساب‌ورکونې» پروګرام په دوام خپل یو کلن کاري راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د عدلیې وزارت مرستیال عبدالکریم حیدر په دې غونډه کې وویل چې افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اړتیا نه ویني. د نوموړي په باور، افغانستان کې سیاسي ګوندونه «پر بېلابېلو سیمو او ژبو د افغانستان د وېشلو په مانا» دي.

د پوهنې وزارت سرپرست: امریکا افغانستان کې انلاین زده‌کړې پیلوي

د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر د امریکا د زده‌کړو پراختیا پروګرام له رییس ران مک کامن سره تر لیدنې وروسته ویلي چې امریکا په افغانستان کې انلاین زده‌کړې پیلوي.
پوهنې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د امریکا د زده‌کړو پراختیا پروګرام په پام کې لري چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ماشومانو او ځوانانو ته انلاین زده‌کړې پیلوي.

خوست کې ځوانانو د مطالعې دودولو لپاره د کتابونو د وېش کمپاین پیل کړی

یوشمېر خوستي ځوانانو په ټولنه کې د کتاب لوستلو او مطالعې دود د پیاوړتیا لپاره پر نورو ځوانانو او ماشومانو د کتابونو د وېش کمپاین کړی دی.
د دې ډلې مشر نقیب‌الله ځلاند وايي، څلور کاله وړاندې یې په لومړي ځل د نشه‌یي توکو او په ټولنه کې د نورو ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره کمپاین پیل کړ، خو په وینا یې، خپلې موخې ته ونه رسېدل.

یونیسف نیمروز کې زرګونو ماشومانو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابروي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي چې په نیمروز کې د ۱۷ زره او ۵۰۰ ماشومانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوې برابروي.
د یونیسف مسوولانو د شنبې په ورځ ویلي، یادو ماشومانو ته چې له زده‌کړو پاتې وو، د زده‌کړو اسانتیاوې برابروي.