د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر د امریکا د زده‌کړو پراختیا پروګرام له رییس ران مک کامن سره تر لیدنې وروسته ویلي چې امریکا په افغانستان کې انلاین زده‌کړې پیلوي.

پوهنې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د امریکا د زده‌کړو پراختیا پروګرام په پام کې لري چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ماشومانو او ځوانانو ته انلاین زده‌کړې پیلوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پوهنې وزارت که څه ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو لیکلي یې دي چې د دغه وزارت سرپرست نورالله منیر افغانستان کې د زده‌کړو برخه کې د امریکا د پرېکړې ستاینه کړې ده.

منیر زیاته کړې چې افغانستان د نړیوالې ټولنې په ملاتړ له ستونزو سره د مبارزې هڅه کوي.

دا داسې مهال ده چې اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام