د کندهار یوشمېر سیمو کې هغه نجونې زده‌کوونکې چې عمرونه یې لوړ دي او پنځم-شپږم ټولګیو کې زده‌کړې کوي، له ښوونځیو ایستل شوي دي. دغه نجونې وايي، د ښوونځيو د مديرانو له‌خوا ورته ويل شوي چې ښوونځيو ته دي نه ور‌ځي.

زرغونه چې شاخوا ۱۵کاله عمر لري او دا مهال کندهار کې د یوه ښوونځي د څلورم ټولګي زده‌کوونکې ده، وايي چې اسلامي امارت باید دوی ته اجازه ورکړي، څو خپلې زده‌کړې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې سلام‌وطندار ته وویل: «د اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې زموږ ښوونځي بېرته را ايله کړي، خپله راتلونکې جوړه کړو. دوی راته وايي چې ستاسو عمر زيات دی، زموږ دا غوښتنه ده چې موږ ښوونځیو ته پرېږدي.»

په ورته مهال کندهار ښار او یوشمېر ولسواليو کې هم د لوړ عمر لرونکې نجونې زده‌کوونکې ورته شکايت لري او وايي، اجازه نه ده‌ورکړل شوې چې تر شپږم ټولګي ښکته ټولګیو کې زده‌کړې وکړي.

سعديه چې د څلور ټولګي زده‌کوونکې ده او اوس ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي، په خپل شخصي لګښت یوه ښوونیز مرکز کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.

هغې سلام وطندار ته وويل: «زه د ښوونځي په څلورم ټولګ کې وم، طالبان راغلل، موږ يې پسې واخيستو. ويل يې ستاسو عمر لوړ دی بايد پر کور کېنئ. موږ ته يې وويل چې ستاسو لپاره موږ ښځينه ښوونکې پیدا کوو. زموږ په ښوونځي کې نارينه ښوونکي وو، ډېرې نجونې اوس له زده‌کړو څخه بې‌برخې پاتې دي. زه اوس په يو بل کورس کې زده‌کړې کوم.»

دغه نجونې زده‌کوونکې د اسلامي امارت چارواکو څخه غوښتنه کوي چې ورته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

بل‌خوا کندهار کې مدني فعال عبدالنافع هادي وايي، د هېواد د نورو سیمو په پرتله سوېلي ولایتونو کې د خلګو د دودیز او ناسم فرهنګ له امله نجونې تر ډېره خپلو حقوقو څخه بې‌برخې دي.

هغه په نیوکې سره وايي، تراوسه داسې کومه رسمي مرجع نشته چې ولس ته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځيو بندېدو په اړه قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي.

د سلام‌وطندار خبریال هڅه وکړه چې د موضوع په تړاو د کندهار د پوهنې ریاست او د اسلامي امارت د نورو ځايي چارواکو غبرګون ترلاسه کړي، خو له ډېرو هڅو سربېره بریالی نه‌شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د کندهار ځینو سیمو کې دغه نجونې زده‌کوونکې چې عمرونه یې لوړ دي، داسې مهال له شپږم او تر هغې ښکته ټولګیو څخه راګرځول شوي چې تر دې وړاندې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو تړلي پاتې کېدو په کور دننه او بهر نیوکې راپورته کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام