د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روانې میلادي میاشتې تر ۲۶مه نېټې پورې د بدخشان په پامیر کې پر سختې تنفسي ناروغیو ۹۷ کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
خو د یادې سیمې اوسېدونکي د دې ناروغیو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه ښيي. د پامیر یوه اوسېدونکي ایګمبیردي سلاموطندار ته وویل: «موږ یو کلینیک لرو چې بسنه نه کوي، کلینیک درې څلور ورځې له موږ واټن لري، تراوسه یوولس کسان مړه شوي. ډېره یوه سخته دښته ده.»
د بدخشان پامیر سیمه د لوړو غرونو درلودو له کبله د «نړۍ بام» په نوم شهرت لري او د سیلانیانو د جذب لپاره یوه ښه ځای شمېرل کېږي، خو یاده سیمه د لومړنیو امکاناتو نشتون لامل شوی چې د دې سیمې اوسېدونکي له هېواده بهر تلو ته زړه ښه کړي.
د پامیر اوسېدونکی نورالهدا پامیری سلاموطندار ته وايي، که څه هم د یادې سیمې اوسېدونکو باندې خپل وطن ګران دی، خو د روغتیايي او نورو لومړنیو امکاناتو د نشتون له کبله اړ دي چې قرغیزستان ته کډه وکړي.
نوموړي وویل: «که وضعیت همداسې دوام ولري، خلک اړ دي چې د خپلو اولادونو د راتلونکې لپاره لاس په کار شي او د قرغیزستان حکومت هم دې برخه کې همکارۍ غږ کړی دی.»
بلخوا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولان وايي چې د پامیر سیمې اوسېدونکي په ناوړه وضعیت کې دي.
د دغه وزارت ویاند حمدالله فطرت سلاموطندار ته ویلي، هڅه کوي چې د پامیر اوسېدونکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي او په وینا یې، نړیوال بنسټونه هم باید دې برخه کې مرسته وکړي.
نوموړي وویل: «موږ مرسته کړې او هڅه کوو چې راتلونکې کې هم مرسته وکړو. دغه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د روغتیا، پوهنې، او نورو برخو کې ستونزې لري. له نړیوالو بنسټونو هم غواړو چې دې خلکو ته پام وکړي، ځکه اړتیا ورته لري.»
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د شمېرو له مخې، دا مهال د بدخشان په پامیرونو کې ۳۲۰ کورنۍ ژوند کوي. خو د یادې سیمې اوسېدونکي بیا سلاموطندار ته وايي، دغه سیمه کې نږدې دوه زره کسان اوسېږي.