پاکستان کې د افغان خبریالانو اعتراض؛ «نړیواله ټولنه دې زموږ برخلیک روښانه کړي»

په پاکستان کې سلګونو مېشتو افغان خبریالانو پرون ماښام دوی ته د نړیوالې ټولنې او د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د نه پاملرنې په غبرګون کې اعتراض وکړ.
دغو خبریالانو نیوکه وکړه چې نړیوالې ټولنې له دوی سره پر کړیو ژمنو عمل نه‌دی کړی او له څه باندې یو کال راهیسې یې لا هم بې‌برخلیکه پريښي دي.

د پامیر اوسېدونکي: که ستونزې مو حل نشي، قرغیزستان ته کډه کوو

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روانې میلادي میاشتې تر ۲۶مه نېټې پورې د بدخشان په پامیر کې پر سختې تنفسي ناروغیو ۹۷ کسان اخته شوي چې له ډلې یې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو د یادې سیمې اوسېدونکي د دې ناروغیو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه ښيي.

د پاکستان په یوه زندان کې یو افغان کډوال مړ شوی

پاکستاني رسنیو نن شنبه د سلواغې اتمه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د کراچۍ یوه زندان کې یو افغاني مړ شوی دی.

رسنیو د کراچۍ ښار د لانډي زندان د چارواکو له خولې ویلي، دغه افغان بندي د ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. دا د پاکستان په زندانونو کې درېیم افغان بندي دی چې مړ کېږي. په کراچۍ کې د افغانستان جنرل کونسل عبدالجبار هم د یاد افغان مړینه تایید کړې، خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.