Asset 1SWN

سلام وطندار

نړیوال بانک: ۲۰۲۲ د صادراتو له پلوه افغانستان لپاره ښه کال و

wolfowitz-faces-pressure-to-resign-as-world-bank-finds-he-broke-rules-74099662-bd87752569e94dcaba185224fd0194d5

نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه تازه رپوټ کې ویلي، ۲۰۲۱ ته په پرتله تېر ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان صادرات زیات شوي او افغانیو هم د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل نسبي ثبات ساتلی دی.

رپوټ کې راغلي چې افغانستان د ۲۰۲۲ کال جنوري څخه تر نومبر میاشت پورې د یو میلیارد او ۷سوه میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند جواد اخندزاده د نړیوال بانک شمېرې تاییدوي او وايي، تېر یوه کال کې د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځ ته کول لامل شوي چې بهر ته د صادراتو کچه لوړه شي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «سږکال مو صادرات په لومړیو نهو میاشتو کې یو میلیارډ او ۴۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي. د جمهوریت په پرتله د صادراتو د کچې لوړوالی سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول او نورو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه ده.»

په همدې حال کې د پوهنتون استاد او د نړیوال اقتصاد څېړونکی بهمن یوسفي وايي، افغانیو د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو له امله خپل ارزښت ساتلی او نړیوالو بازارونو کې د نفتو او خوراکي توکو د بیې ټيټېدل هم لامل شوي چې د انفلاسیون کچه کمه شي.

نوموړي وویل: «یوازینی هغه لامل چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې یې د افغانیو ارزښت ساتلی د نړیوالې ټولنې نغدي مرستې دي. د تورم نرخ چې مثبت ښودل شوی لامل یې نړیوال بازار کې د سوند او خوراکي توکو د بیو ټیټوالی دی او افغانستان هم ترې اغېزمن شوی دی.»

له دې سره، د اقتصادي چارو شنونکی تاج‌محمد تلاش وايي، افغانستان کې وضعیت مخ په ښه کېدو دی او د صادراتو زیاتېدل به هم د وخت په تېرېدو سره د خلکو پر اقتصادي وضعیت اغېز وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «فکر کوم چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه لوري ته روان دی او نړیواله ټولنه ترې څارنه کوي چې د صادراتو زیاتېدل لامل کېږي چې تولید او خدمات زیات شي او خصوصي سکټور په پښو ودرېږي او په پایله کې یې د مالیاتو په اخیستو د دولت خزانې ته ګټه رسېږي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

ویل کېږي چې د جمهوري نظام په سقوط سره، د افغانستان اقتصادي نظام هم ټکنی شوی او د بې‌وزلۍ لمن تر پخوا لا پراخه شوې؛ هغه څه چې نړیوالو مرستو ته یې د افغانانو اړتیاوې تر بل هر وخت ډېرې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام