د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مولانا زهیر سلام‌وطندار ته وویل، د تېرکال په پرتله سږکال صادراتو کې زیاتوالی راغلی چې د شاوخوا یو میلیارده ډالرو په ارزښت کورني تولیدات نورو هېوادونو ته صادر شوي.

نوموړی وایي، روان کال بیا وارداتو کې کموالی راغلی چې د څه باندې ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي هېواد ته را وارد شوي دي. د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند صادراتو کې د زیاتوالي لامل د سوداګرو هڅول، د امنیتي وضعیت ښه کېدل، د وزارت د چارواکو هڅې او بندرونو کې سهولتونه او د وارداتو د کموالي ستر لامل بیا بانکي ستونزې بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال یونس مهمند هم صادراتو کې زیاتوالی من،  خو د وارداتو د کمېدو لاملونه بانکي سیستم کې ستونزې، د خلکو وزګارتیا، د دولتي کارکوونکو پر وخت د معاشونو نه‌ورکړه او په ټوله کې خلکو سره د پیسو نه‌شتون یادوي.

نوموړي وویل، د بانکي سیستم د کمزورتیا له امله د وارداتو په موخه زیاتره معاملې د حوالې له لارې ترسره کېږي او اوس افغانستان د قرطاسیې، غیرالکولي مشروباتو او پلاستیکي پیپونو په څېر ۴۰ برخو کې په ځان بسیا شوی دی.

هغه وویل: «تر پروسږ کاله مونږ ډېر صادرات لرو، تقریبان شاید ۲۴۰ میلیونه ډالره مونږ ډېر صادرات ولرو، علت یې دا دی چې د افغانستان حاصلات زیات شوي وو، بل په لارو کې ځینې اخازۍ نه‌وې او په ګمرکاتو کې د روڼتیا سیستم رامنځ ته شو او مافیایي کړۍ، له منځه تللي، نو په دې خاطر مو وکولای شو چې صادرات سږ کال ډېر شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر ریشتیا بیا د صادارتو او وارداتو په اړه د وزارت او سوداګرۍ خونې ورکړل شوې شمېرې کره نه‌بولي او وايي، د افغاني توکو له توليدونکو سره ډېره جفا کېږي.

نوموړی وایي، هغه توکي چې هېواد کې تولیدېږي، په بیو کې یې د پام وړ کموالی راغلی او په همدې دلیل هڅې روانې دي چې بهرنیو بازارونو ته صادر شي.

د هغه په وینا، ګاونډي هېوادونه د ناسم سیاست له مخې، افغاني توکي په کمه بیه ترلاسه کوي او بیا یې تر معیاري بسته‌بندۍ وروسته په لوړه بیه صادروي او پلوري یې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د افغانستان عمده صادراتي توکي د زعفرانو، لنده او وچې میوې په څېر کرنیز محصولات، ځینې قیمتي ډبرې او غالۍ دي چې یو‌شمېر سوداګر بیا، بسته‌بندۍ او نورو برخو کې د نړیوال سرتیفکیت نه‌شتون د صادراتو پر وړاندې ستونزې بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام