هرات کې د زعفرانو یوشمېر کروندګر او سوداګر هېواد ته د ایراني زعفرانو پر وارداتو او د نړۍ هېوادونو ته یې د افغانستان په نوم صادراتو نیوکې کوي او وايي، افغانستان ته د ایراني زعفرانو واردات د افغاني هغو د بیې ټیټوالي لامل شوي دي.

اوس د هرات په بازارونو کې یو کیلوګرامه زعفران له ۳۰ تر ۴۰ افغانیو پلورل کېږي چې په وینا یې، په تېرو کلونو کې یې بیه له ۷۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې وه.

د هرات په پښتون زرغون ولسوالي کې د زعفرانو یو کروندګر غلام‌ سرور چې هر کال سلګونه کیلوګرامه زعفران تولیدوي وايي، د زعفرانو د بیې ټیټېدل او له ایران څخه یې افغانستان ته را واردېدل لامل شوي چې د درې کاله پخوا په پرتله د زعفرانو په بیه کې له ۵۰ سلنې ډېر کموالی راشي.

د افغانستان زعفران

هرات کې د زعفرانو یو بل کروندګر محمد یما هم افغانستان ته د ایراني زعفرانو پر را واردېدو او د افغانستان په نوم یې د نړۍ نورو هېوادونو ته پر صادرېدو نیوکه کوي او وايي، د ایراني زعفرانو واردېدو په بازارونو کې د افغاني زعفرانو د بیې پر ټیټوالي مستقیم اغېز کړی دی.

د افغانستان د زعفرانو اتحادیې د څارنې برخې غړی کماالدین عليزی هم په دې اړه د اندېښنې تر څنګ وايي، دولت باید له هغو کسانو سره سخت چلن وکړي چې له بهره افغانستان ته زعفران را واردوي. د نوموړي په وینا، افغانستان اوس د زعفرانو د پیازو په برخه کې هم پر ځان بسیا شوی او اړتیا نشته چې له نورو هېوادونو یې راوړي.

د افغانستان زعفران

د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي بیا افغانستان ته په قاچاقي ډول د ایراني زعفرانو د واردېدو پړه پر خصوصي سکټور ور اچوي او خبرداری ورکوي چې له عاملانو سره به یې سخت چلن وشي.

د نوموړي په وینا، د ګمرک رییس، کمیسارۍ، د لویو لارو پولیسو او څارونکو ادارو ته یې لارښوونه کړې چې که په هر ډول کېږي، قاچاقي توکي ونیسي، ویې سوځوي او عاملان یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت هم وايي چې د افغانستان د زعفرانو نوم پټولو د مخنیوي او د زعفرانو د صادراتو معیاري کولو لپاره یې هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان زعفرانو په ۱۳۹۹ کال کې د نړۍ په کچه لومړی مقام وګاټه او کروندګرو اوس تر ډېره د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام