Asset 1SWN

«ایران د امنیتي اندېښنو او اوبو ته د لاسرسي له کبله د افغانستان سفارت ا.ا ته سپارلی»

IMG_20230228_223802_075-q2u610bb3aqd7bo0tn5qc6381sscfl56t1d9xssgp4

شنونکي اسلامي امارت ته په تهران کې د افغانستان سفارت سپارلو ته په کتو وايي، ایران له افغانستان سره پر پولې د امنیتي اندېښنو له منځه وړلو او د هیرمند حقابې ته د لاسرسي موندلو په موخه دغه کار کړی دی.

د پوهنتون استاد محمداکرم عارفي سلام‌وطندار ته ویلي: «د ایران ګټو او دوه‌اړخیزو همکاریو غوښتنه وه چې دغه کار وشي. یوازې د هلمند سیند حقابه کې د ایران ګټه نه‌‌ده، بلکې تر ټولو ډېر امنیتي اندېښنې هم لري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو څېړونکی مصطفی مدثر وايي، ایران اسلامي امارت ته په تهران کې د افغانستان سفارت سپارلو کې پر پولې خپلې موخې څاري. هغه زیاتوي: «ایران له افغانستان سره نږدې ۱۰۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري. ایرانیان هڅه کوي په دغه کار لږترلږه خپله پوله کنټرول کړي. شاید د ایران او امارت اسلامي ترمنځ جوړجاړی او معامله شوې وي او دا د اوبو بحث ښيي.»

سیاسي فعال ویس ناصري بیا وايي: «ایران غواړي چې اسلامي امارت سره عملي اړیکې ولري. د ایران دغه ګام د اسلامي امارت د پام ور اړولو او ډاډ ورکولو په موخه اخیستل شوی وي او موږ تاسو ته ښه نیت لرو، ښې اړیکې راسره ولرئ، موږ ونه ګواښئ او زموږ دوښمنانو او هغو هېوادونو سره چې غواړي ایران ته زیان ورسوي، همکاري مه کوئ. ایران به هېڅکله اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژني.»

د نړیوال امنیت څېړونکی علي‌سجاد مولايي بیا باور لري چې ایران په دغه کار اسلامي امارت ته د دې لپاره امتیاز ورکړ چې حسن کاظمي قُمي یې د سفیر په توګه ومانه. هغه زیاتوي: «ایران او اسلامي امارت په تېر یوه کال کې نږدې اړیکې لرلې او ایران تیار دی چې د افغانستان اقتصادي برخه کې پانګونه وکړي. ایران غواړي له افغانستانه د امریکا د وتلو له تشې ګټه واخلي او ځان نور هم د افغانستان لوبه کې ښکېل کړي. له بلې خوا د هیرمند اوبو مسله ده او ایران اوبو ته سخته اړتیا لري.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي اوسني حکومت ته په تهران کې د افغانستان سفارت سپارل د دوه‌اړخیزو اړیکو لپاره مهمه اړتیا بولي او وايي چې اسلامي امارت د هیرمند حقابه کې د ۱۳۵۱ کال قرارداد ته ژمن دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت له ړنګېدو وروسته، ایران له روسیې، چین او پاکستان وروسته څلورم هېواد دی چې د افغانستان سفارت یې اسلامي امارت ته وسپاره.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام