د ملګروملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د ولایتي ادارې په همکاري د لغمان مهترلام ښار «سلطان غازي بابا، مومن‌اباد او سنګر مېنې» سیمو د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسونې یوه لمریزه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارله او د دوو نورو د رغونې چارې یې پیل کړې.

د لغمان والي ذین العابدین عابد نن د دې پروژو د پرانستې پرمهال وویل، د لمریزې برښنا په دې شبکې سره به د سیمې تر ۲سوه کورنیو ته پاکې اوبه ورسېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «لومړۍ د اوبو رسولو سولري پروژه د لس میلیونه افغانیو په لګښت باندې جوړه شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې ۲۰۱ کورنۍ به ترې برخمنې شي او د دوه پروژو کارونه پیل شول چې ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او شپږ میاشتو کې تکمېلېږي چې ۱۵۰۰ کورنۍ به له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.»

د مهترلام ښار د هغو سیمو اوسېدونکي چې له پاکو اوبو برخمن شوي، خوښ دي او وایي، تر دې وړاندې چې په سیمه کې یې اوبه نه وې، یو بوشکه اوبه یې په ۲۰ افغانۍ پیرله او د ډېرو له توان پورته وه.

دوی وویل، حکومت او نورې مرسته کوونکې ادارې دې ورته د ژوند ښه‌والي برخه کې لا ډېر پام وکړي.

د مهترلام اوسېدونکي عبدالقیوم وویل: «له یونېسف څخه ډېره مننه چې موږ مظلوم ولس ته پام کوي. تېر کال به دې وچ ډاک کې موږ یوه بوشکه اوبه په شل افغانۍ راوړلې، دلته د اوبو ډېر مشکلات و. موږ غوښتنه کوو، نورې څاګانې هم موږ ته وکندي.»

د لغمان ترڅنګ د ختيځ د نورو ولایتونو د ځینو سیمو اوسېدونکي هم په کافي اندازه پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري چې له کبله یې ډېر کله د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.

ختیخ کې د اوبو رسونې ادارې رییس ندي‌الله نیازی وایي، دامهال یې کونړ او ننګرهار کې د اوبو رسولو د ځینو شبکو د جوړونې چارې روانې دي او هڅه کوي چې دغه ستونزې هوارې کړي.

نوموړي وویل: «کونړ او ننګرهار کې له نورستان څخه پرته کونړ کې مو ۲۵۰۰ کورنیو ته پاکې اوبو رسولو لپاره یوه تخنیکي سروې ترسره کړې ده چې ژر به پیل شي او ننګرهار کې چې د زون مرکزي ولایت دي، دلته هم د اوه اته پروژو کارونه روان دي چې دې کې سولرې شبکې شاملې دي. د نویو پروژو پیل او یا یې غځول دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکو اوبو نشتون د افغانستان په کچه ډېری ولایتونو کې د خلکو پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده. ولسي غوښتنې دا دي چې د دې ستونزې د هوارې لپاره باید حکومت بنسټیزې هڅې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام