د کندهار یوشمېر اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې په دې وروستیو کې د وچکالۍ له امله دغه ولایت کې د اوبو کچه ورځ تر بلې ټيټېږي چې خلګ یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی همداراز وايي چې د څښاک اوبو ته د خلکو لاسرسی هم ستونزمن شوی او ګڼ‌شمېر کورنۍ د څښاک اوبه په پیسو اخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو تازه کندهار کې د اسلامي امارت د مشر په فرمان د شاولي‌کوټ او سپین‌بولدک ولسوالیو هغو ساحو کې د اوبو ۳ بندونه جوړېږي چې اوبه يې د بارانونو پرمهال ضایع کېږي.

د مسوولانو په خبره، د دې بندونو په جوړېدو او په کې د اوبو د زېرمه کولو وروسته به يادو دوو ولسوالیو کې د کرني د ودې او د وچکالۍ د اغېز کمولو په برخه کې د پام وړ ښه‌والی راشي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ريیس محمود مظلوم سلام‌وطندار ته وويل، د يوشمېر نورو بندونو پر جوړولو هم کارونه روان دی. هغه وویل، د اوبو د ضایعاتو مخنیوي لپاره د دغو بندونو پر جوړولو سل میلونه افغاني لګښت راځي.

د کندهار سپين‌بولدک او شاوليکوټ ولسوالیو کې د بندونو د جوړېدو د پروژو مشر عبدالخالق وایي، د دغو بندونو د جوړېدو چارې شاوخوا ۸۰ سلنه بشپړي شوي.

د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، د دغو بندونو په جوړېدو سره به کندهار کې د وچکالۍ د اغېز د کمېدو ترڅنګ خلکو ته د کار کولو زمينه هم برابره شي. دوی دغه ولایت کې د وچکالۍ منفي اغېزو کمولو لپاره د ورته لا زیاتو بندونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

کندهار کې د باراني اوبو د ضايعاتو له امله هر کال د دغه ولایت اوسېدونکي د وچکالۍ له ستونزو سره مخ وي، خو تازه مسوولان وایي، د لويو او کوچنیو بندونو په جوړولو سره غواړي، تر دې وروسته باراني اوبه ذخيره او د کرنيز سکټور د پياوړتیا لپاره ور څخه ګټه پورته کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د کندهار ترڅنګ د هېواد بېلابېلو نورو سیمو کې هم د اوبو سطحې ټيټېدو څخه اندېښنې زیاتې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام