یوه ډله ځوانانو ننګرهار کې د وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره هڅې پیل کړي او غواړي د کوچنیو اوبو بندونو په جوړولو د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي.

دا زیار چې د «اوبو صدقه کوونکي» په نوم د انجینیرانو یوې ډلې پیل کړی، وایي چې د بندونو د جوړولو لګښت د ولسونو په چندو پوره کوي چې تر دا مهال یې د ننګرهار په هسکې مينې ولسوالي کې لس کوچني بندونه رغولي او د څه باندې ۳۶ زره متره معکب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ګروپ یوه غړي انجینیر پرویز شینواري سلام‌وطندار ته ویلي، دا بندونه تر ډېره بریده له محلي موادو رغول کېږي چې له لسو جوړو شویو نهه کوچني بندونه تر ځمکې لاندې د اوبو زیرمو د پیاوړتیا او یو لوی بند د اوبه خور لپاره کارول کېږي.

شینواري زیاتوي، دا بندونه په سیمه کې د سېلابونو د مخنیوي لپاره هم خورا اغېزمن دي. کوچني بندونه چې جوړښت یې ډېر سخت نه دی، د سېلابونو مخنیوي سربېره د شاړو ځمکو د خړوب لپاره هم مهم رول لوبولی شي.

انجینیر شینواری وایي چې د نړۍ په یوشمېر هېوادونو او ځانګړي توګه عربستان کې چې لویې دښتې لري، دا شان کوچنیو بندونو په‌کې د ځمکو خړوب لپاره ښه پایله ورکړې ده.

هغه وویل: «د شاړو ځمکو د ابادولو لپاره دا ارزانه اسانه او داسې یو کار دی چې ډېر ژر نتیجې ته رسېږي. موږ کولای شو سعودي عربستان یاد کړو چې دې هېواد کې باران ډېر کم وریږي خو هغوی په تېرو شلو کلونو کې وکولی شول، چې خپله ډېره شاړه ځمکه د دې ترکیب په حساب خړوبه کړي د ځنګلونو د کرلو لپاره تر څو په شاړه ځمکه کې داسې بندونه جوړ شي او بیا په کې میوه لروونکی او غيرې میوه لروونکي بوټي وکرل شي.»

شینواري وویل، د ننګرهار سربېره یې دا اوس په پکتیا او میدان وردګ ولایتونو کې هم د دوه بندونو د جوړولو کارونه پیل کړی، چې د زرګونه متره مکعب اوبو زیرمه کولو ظرفیت به ولري او وایي، که ملاتړ یې وشي نو غواړي خپلې دا هڅې لاپسې ګړندۍ او تر نورو سیمو هم ورسوي.

هغه له اسلامي امارت هم وغوښتل، چې پدې برخه کې دې ورسره له خپله اړخه مرسته وکړي. د هسکې مېنې ولسوالي اوسېدونکي د دې بندونو په جوړېدو خوښ دي او وایي، د اوبو زېرمو پیاوړتیا سربیره د شاړو ځمکو د خړوب لپاره ګټور دي.

دوی غوښتنه کوي، د کوچنیو بندونو جوړول باید لا دود شي او حکومت دې هم مرسته او همکاري وکړي.

د هسکې مېنې اوسېدونکي سباوون وویل:  د دې بندونوپه جوړولو موږ ډېر زیات خوښ یو. دا ښه اقدام دی چې هم شاړو ځمکو ته د اوبو زمینه برابریږي او ورسره خواکې د وچکالي مخنیوی هم کوي ځکه اوس په ډېرو ځایونو کې اوبه نشته او د وچکالی له امله خلکو ته لوی مشکل دی. خدای دې توفیق ورکړي چې نور بندونه هم جوړ کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اوبو کمښت او وچکالي اوس یوه لویه ستونزه ده چې د نړۍ ګڼ هېوادونه ترې کړېږي. افغانستان چې په زیاته کچه ډاګیزې او للمې ځمکې لري، خړوب یې ستونزمن دی؛ خو باورونه دا دي که د حکومت سربېره په ولسي کچه خلک هم لاس په کار شي، په کمو امکاناتو يې حل ممکن دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام