سپینغر پړانګانو د سږني شپږیزې کرېکټ لیګ جام وگاټه
سپینغر پړانګان لوبډله د شپږیزې کرېکټ لیګ په پایلوبه کې بُست ساتونکي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د روان۲۰۲۲ کال شپږیزې کرېکټ لیګ اتلولي خپله کړه.
سپینغر پړانګان لوبډله د شپږیزې کرېکټ لیګ په پایلوبه کې بُست ساتونکي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د روان۲۰۲۲ کال شپږیزې کرېکټ لیګ اتلولي خپله کړه.
د کابل کارته سخي سیمه کې د پرونۍ وسلهوالې نښتې وروسته لا هم دغه سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او د خبریالانو په ګډون هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پېښې ځای ته ورنږدې شي. د پوځي کارپوه اسدالله ندیم په وینا، امنیتي ځواکونه باید له نویو تکتیکونو کار واخلي او هغه څه ونه کړي چې د عامو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې بشري وضعیت څخه اندېښنه ښودلې ده. دغې کمېټې پرون پر خپل ویب سایټ کې لیکلي، د ا.ا له واکمنېدو وروسته، اقتصادي بحران چې د لوږې اصلي دلایلو څخه دی، رامنځته شوی دی. په همدې حال کې د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، د هېوادوالو د اقتصادي وضعیت ښهوالي لپاره پر یو لړ طرحو کار کوي.
یوه ډله ځوانانو ننګرهار کې د وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره هڅې پیل کړي او غواړي د کوچنیو اوبو بندونو په جوړولو د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي.
ملت ته د حساب ورکولو په لړ کې نن د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولانو نن د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې یادې ادارې د سوداګریزو او نورو توکو د لېږد له لارې په تېره یوه کال کې میلیاردونه افغانۍ ترلاسه کړي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا (یونېسف) ویلي، د خوست په سپېرې ولسوالي کې د شوې مرګونې زلزلې له امله کولرا ته د ورته ناروغۍ د خپرېدو ګواښ ډېر شوی دی.
د یونېسف د بشردوستانه چارو کارکوونکې انی کندروچیک په یوه ټویټ کې لیکلي، له هغو سیمو څخه یې لیدنه کړې چې په وروستۍ زلزله کې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون