د کابل کارته سخي سیمه کې د پرونۍ وسله‌والې نښتې وروسته لا هم دغه سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او د خبریالانو په ګډون هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پېښې ځای ته ورنږدې شي.

په ورته مهال د پرون ورځې له نښتې څخه په اخیستل شویو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، په‌کې لیدل کې چې د اسلامي امارت یو سرتېری د یوې بوشکې  په وسیله هغه ودانۍ الوزوي چې د دوی په ګومان وسله‌وال په‌کې پټ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغې ویډیو د پوځي چارو د یو‌شمېر شنونکو اندېښنې راپارولي دي. دوی وايي چې امنیتي ځواکونه باید له داسې تکتیکونو کار وانخلي چې د خلکو د اندېښنې لامل شي.

د پوځي کارپوه  اسدالله ندیم په وینا، امنیتي ځواکونه باید له نویو تکتیکونو کار واخلي او هغه څه ونه کړي چې د عامو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

بل‌خوا د پوځي چارو یو بل کارپوه سروري نیازی بیا وايي چې کابل د داعش وسله‌والو شتون او د نښتې ځنډېدل، د اسلامي امارت د استخباراتي او امنیتي بنسټونو پر کمزوري مدیریت دلالت کوي.

 هڅه مو وکړه چې د نښتې ځای له نږدې وګورو، خو د اسلامي امارت ځواکونو د نښتې سیمې ته د ورتلو اجازه رانه‌کړه. په ورته مهال د کابل کارته سخي سیمه کې په پرونۍ وسله‌واله نښته کې د هستوګنې یو‌شمېر کورونو ته هم زیان اوښتی دی.

هغه تصویرونه چې سلام‌وطندار ته په لاس ورغلي، ښکاري چې د نښتې په سیمه کې د هستوګې یو کور په بشپړه توګه له‌منځه تللی دی.

د سيمې اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې د نښتې پرمهال امنیتي ځواکونو په بوشکو له جوړو شویو چاودېدونکو توکو کار اخیسته چې د نښتې سیمه کې یې د هستوګنې ګڼ کورونو ته زیانونه اړولي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د اسلامي امارت سرپرست حکومت تایید کړې چې په دې پېښه کې ۶ کسان وژل شوي او څلور ټپي دی. د کابل امنیې قومنداني ویلي چې په پرونۍ وسله‌واله نښته کې د یوې ښځینه پولیسې په ګډون د اسلامي امارت دوه سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام