پرون ماښام د کابل ولایت اړوند په درېیمه ناحیه کې پر مسافر وړونکو دو کاسټر ډوله موټرو د دوو جلا‌جلا چاودنو له امله ۱۰کسان ووژل شول او ۱۲کسان نور پکې ټپیان شول.

نن د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې د دغې جرګې یو‌شمېر غړو د پلازمینې په لوېديځ کې پر یوه ځانګړي قوم د بریدونو او د نسل وژنې په غبرګون کې پر حکومت نیوکې وکړې او امنیتي بنسټونه یې د امنیت په ټينګښت کې پاتې وبلل. دوی ټينګار وکړ، که امنیتي ځواکونه د خلکو امنیت نه شي نیوی او په دې برخه کې وړتیا نه لري، نو دغه مسوولیت دې خلکو ته ور وسپاري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ولسي جرګې غړی علي اکبر قاسمي وایي، تر هغو چې حکومت د خلکو مرستې ته ور ونه دانګي او له خلکو د همکارۍ غوښتنه ونه کړي، د امنیت د تامینولو په برخه کې به د دوی ټولې هڅې ناکامې وي. د هغه په باور له اوسني حکومت څخه د خلکو تمې بې اساسه دی او څه ترې نه شي ترلاسه کېدای.

د ولسي جګرې غړې زهره نورزۍ د پرونیو چاودنو په اړه وویل: «په وار وار مو له همې تریبیون څخه له حکومت او امنیتي بنسټونو څخه وغوښتل چې د بریدونو د مخنیوي لپاره خپل پلانونه او طرحې راوړئ، که چیرته پلان او طرحې نه لرئ د داسې بریدونو د مخنیوي خلک پرېږدئ چې لاس په کار شي او خپل امنیت په خپله ونیسي.»

د ولسي جرګې لومړی مرستیال اجمد‌جاوید جیحون چې د دې جرګې د نننۍ غونډې مشري یې کوله له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د پلازمینې په لوېدیځه څنډه کې دې د امنیت ټينګښت لپاره جدي اقدامات وکړي.



نوموړي وویل: «د پلازمینې کابل په لوېدیځه څنډه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه ولسي جرګه له حکومت څخه غواړي چې د دغې سیمې د امنیت د تامین په برخه کې دې جدي اقدامات وکړي او د خلکو استازي دې په جریان کې وساتي.»

په وروستیو میاشتو کې د پلازمینې کابل په لوېدیځه څنډه کې پر ملکي وګړو مرګونه بریدونه وشول چې نږدې درې اوونۍ وړاندې په دغه سیمه کې پر سیدالشهیدا ښوونځي خونړي موټربم چاودنه کې نږدې ۹۰ کسان ووژل شول او ۲۴۰کسان پکې ټپیان شول چې ډېری یې ملکي وګړي او د ښوونځي زده‌کوونکې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام