د ولسي جرګې یو‌شمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د مالیې وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د ګمرکونو په فساد کې د ښکېلو وکیلانو نومونه په ډاګه کړي.

د مالیې وزارت سرپرست وزیر خالد پاینده‌ تېره اوونۍ د ولسي جرګې یوې غونډې ته وویل چې په ګمرکونو کې د ورځې شاوخوا ۸ میلیونه ډالره غلا کېږي چې یوشمېر وکیلان او چارواکي هم په‌کې لاس لري.

خالد پاینده که څه هم په یاده غونډه کې ژمنه کړې وه چې د ولسي جرګې په بله غونډه کې به په فساد کې د ښکېلو کسانو نومونه وښيي، خو پرون په دې اړه د جرګې عمومي غونډې ته حاضر نه شو. د ولسي جرګې یو‌شمېر غړیو نن یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په ګمرکونو کې په فساد کې د ښکېلو کسانو نومونه باید په ډاګه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ولسي جرګې غړي جماالدین فکوري بهشتي وایي، داسې ویل کېږي چې ځینې وکیلان د ګمرکونو په فساد کې ښکېل دي او د مالیې سرپرست وزیر دې ته نه پرېږدي چې د ولسي جرګې غونډې ته حاضر شي. د نوموړي په وینا، د هغو کسانو نومونه باید په ډاګه شي چې ولسي جرګې ته د مالیې د سرپرست وزیر د راتلو مخه نیسي.

د ولسي جرګې یو بل غړی خالد اسد هم وايي چې د مالیې سرپرست وزیر دغو څرګندونو ټول نظام تر پوښتنې لاندې راوستی او باید روښانه شي چې په کال کې شاوخوا ۳میلیارډه ډالره څوک غلا کوي.

د سلام‌وطندار پښتو ټوېټر‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، په ګمرکونو کې د ورځې د ۸ میلیونه ډالرو فساد نړیوالو مرسته‌کوونکو ته هم پوښتنې پیدا کوي چې ښایي مرستې یې کمې شي او باید دا مسله په جدي توګه وڅېړل شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی حاجي شاه‌پور بیا د ولسي جرګې رییس پر فساد او دولت ته د مالیې پر نه ‌ورکړې تورنوي او وایي، سره له دې چې مير‌رحمان رحماني هېواد ته د میلیارډونو ډالرو په ارزښت تېل رالېږدولي، خو په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو ته د وړلو په پلمه یې دولت ته مالیه نه ‌ده ورکړې.



د هغه په وینا، اوس چې هېواد کې د بهرنیانو شمېر کم شوی او د وتلو په حال کې دي، له مالیې ورکولو پرته دومره ډېر تېل کوم هېواد ته وړل کېږي. هغه زیاته کړه چې ميررحمان رحماني د «ټي‌ار‌سي» په نوم د تېلو شرکت سره شریک دی او دا شرکت د تېلو ټانکرونو پر سوځولو هم تورن دی.

هغه همدارنګه وویل، که څه هم په دې اړه د ولسي جرګې یوه پلاوي څېړنې کړي، خو رحماني اجازه ورنه‌ کړه چې خپلې موندنې له وکیلانو سره شریکې کړي. نوموړةي وویل: «ټي‌ار‌‌سي کمپنۍ کې ونډه لري، د دې کمپنۍ له امله اورونه ولګېدل او دی په‌کې شریک دی.»

هڅه مو وکړه چې د ولسي جرګې پر رییس د لګول شویو تورونو په اړه د نوموړي نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام