هېواد کې د جګړې سختېدو او د طالبانو له لوري د ځینو ولسوالیو له نیول کېدو سره سم، د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د ولسوالیو بېرته نیولو او د طالب وسله‌والو ماتولو په موخه را پورته شوي او له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه مبارزه کوي.

خو د ولسي جرګې غړي د ولسي پاڅونوالو د فعالیت څرنګوالي په اړه اندېښنه لري، دوی وايي، که څه هم د طالبانو پر وړاندې د خلکو را پورته کېدل او درېدل د وضعیت ښه‌ کېدو لپاره ګټور دي، خو په فعالیت سره یې باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو واک او اقدامات له پوښتنې سره مخ نه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ولسي جرګې یوشمېر غړیو د دې جرګې په نننۍ عمومي ناسته کې وویل، که ولسي پاڅونوال کنټرول نه شي، خلکو او هېواد ته به پر یوه بل سرخوږي بدل شي او پر خپلسریو به لاس پورې کړي.


کورنیو چارو وزارت د ولسوالیو د امنیت لپاره ۳۰زره محلي پولیس روزي

موندنې؛ ایران د فراه او هرات په جګړه کې غوښن لاس لري

جو بایډن خپل افغان سیال ته د دوامداره مرستو ډاډ ورکړی


د ولسي جرګې غړی محمدرحیم علي‌یار وايي، ټول ولسي پاڅونوال باید د ملي امنیت عمومي ریاست او ملي دفاع وزارت له لوري مدیریت او وسلې ورکړل شي، خو په وینا یې، مشري او قومانده یې باید د امنیتي ادارو له لوري وي.

خو د ولسي جرګې یو بل غړی صدیق احمد عثماني وايي، سره له دې چې خلک د طالبانو پر وړاندې راپورته کېږي او د ځان او مال دفاع کوي، خو د حکومت له لوري ورته د وسلو وېش ته اړتیا نشته.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ولسي جرګې  غړي زیاتوي، تر هغه چې د ولسي پاڅونوالو فعالیت نه وي قانوني شوی، باید وسلې ور نه کړل شي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني هم وايي چې ولسي پاڅونوال باید د قانون چوکاټ ته دننه شي او د ملي دفاع وزارت له لوري د محلي اردو په چوکاټ کې تنظیم او تجهیز شي.

د هغه په خبره، یاد پاڅونوال باید نه یوازې قانوني شي، بلکې مدیریت هم شي، څو په راتلونکي کې د امنیت ضد لامل ونه ګرځي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ملي دفاع وزارت نظر هم واخلو، خو د دغه وزارت ویاند زموږ پرله‌پسې اړیکې ځواب نه کړې. د ملي دفاع وزارت سرپرست بسم‌الله محمدي بیا تر دې مخکې له خلکو غوښتي و چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام