په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د وسله‌والو طالبانو د بریدونو په زیاتېدو سره ځینو ولایتونو کې ولسي کسانو د طالبانو پر ضد وسله پورته کړې او د خپلو سیمو د امنیت ټینګښت لپاره له امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.  د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې هم د لومړی ځل لپاره د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅونوالو سل کسیزه ډله جوړه شوه.

د کندهار ځايي چارواکي وايي، ارغنداب ولسوالي کې هم د لومړي ځل لپاره د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅونوالو سل کسیزه ډله جوړه شوې ده. د ارغنداب ولسوال محمد شریف رسولي سلام‌وطندار ته وویل، په دغه ولسوالي کې يې د ځايي خلکو په همکارۍ د ولسي پاڅون ۱۰۰ کسیزه ډله جوړه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ده وویل، یاد کسان په مجهزو وسلو سمبال او ځانګړی معاش ورته ټاکل شوی دی. د هغه په وینا، یاد کسان به د ارغنداب ولسوالي په ۵ مهمو سیمو کي ځای پرځای کېږي او د ملي پولیسو او ملي اردو ترڅنګ به د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي.

هغه زیاته کړه: «دا سل کسیزه ډله ده چي د ملي امنیت په چوکاټ کي ولسي پاڅون دی، د ارغنداب په پنځو نقطو کي ځای پرځای کېږي، دولس زره افغانۍ تنخوا، ۴ زره یوسلو شپېته افغانۍ يې بدله اعایشه ده. سلاوې او موټرونه ورکوي، دابه د امنیت په برخه کي ځکه ښه نتجه ورکړي چي خپله د ارغنداب ځايي خلک دي. »



د کندهار ولایت یو‌شمېر اوسېدونکي د افغان امنیتي ځواکونو د روحیې لوړولو او د طالبانو د ځپلو په برخه کې د دغې ډلې جوړېدل مهم بولي. خو وايي، دولت ته په کار ده چې له یادو کسانو ملاتړ وکړي او یوازې يې پرې نه ږدي.

د کندهار ارغنداب ولسوالي کې داسې مهال د ولسي پاڅونوالو په نوم سل کسیزه ډله جوړېږي چي له دې وړاندې په تخار، فاریاب، جوزجان، پروان او ځینو نورو ولایتونو کي هم دغسې وسله‌والې ډلې جوړي شوي دي.

په ګڼو ولایتونو کې د ناامنیو او د ولسوالیو د سقوط بهیر په دوام سره، د دفاع وزارت هم نن په یوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چي د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او دوی به يې تجهیز کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام