Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې موټربم چاوندې ۳ کسان وژلي او ۵ نور يې ټپیان کړي

Kandhar-Sardar-madad-khan-chawk-oxt7npm7j8jjq0eopggy9zhyrsxzkfnca3o8ny1or8

 

د کندهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول جمال‌ناصر بارکزی وايي، وسله‌والو طالبانو نن سهار د ارغستان ولسوالۍ «صوفیانزو» سیمه کې هاموې ټانک څخه په ګټې اخیستو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید کړی.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۵ ټپيان نور دي. طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې د هرات د امنيې قومندانۍ وياند عبدالاحد ولي‌زاده وايي، په يوه وسله‌وال بريد کې د ګمرکونو د قطعې دوه سرتېري او يو ملکي کس وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې هغه مهال وشوه چې کله موټرسايکل سپرو وسله‌والو پر يوه کرولا ډوله موټر ډزې وکړې.

بريدګر له سيمې په تېښته بريالي شوي دي؛ خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي. د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام