کال واووښت؛ خو د ناکامورا قاتلين لا نه دي نيول شوي

ډاکټر تیتڅو ناکامورا چې افغانانو کاکامراد باله، هغه جاپاني‌الاصله افغان و چې افغانستان کې یې د اوبو مدیریت برخه کې بې سارې پروژې پلې او شاړې ځمکې یې ابادې کړې. هغه چې د جاپانۍ PMS خیریه موسیسې مشر و، کال وړاندې جلال‌اباد ښار کې ووژل شو.

د هغه تر وژل کېدو وروسته د ننګرهار چارواکيو وویل، د ډاکټر مورا کامي په نوم یو بل کس د PMS موسسې مشرۍ ته ټاکل شوی؛ خو هغه لا تر اوسه افغانستان ته سفر نه دی کړی.

«شمال کې د ترکمنو وژنه، باج اخيستنه او تښتونه په یوه عادي کار بدل شوی»

د بلخ ولایت ترکمن توکمه اوسېدونکيو نن په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال د حکومت له نه پاملرنې شکایت وکړ او ويې ویل، د هېواد په شمالي ولایتونو کې د دغه قوم د ځوانانو وژل، د ماشومانو برمته نیول او ترې باج اخیستل په یوه دود بدل شوي او عادي کار ګرځېدلی دی.

 معترضو ترکمنانو ټینګار وکړ چې د وسله‌والو زورواکو له خوا د دوی ګواښل او برمته نیول ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ لومړنۍ  ناسته وشوه

له شاوخوا ۷ مياشتو ځنډ وروسته نن په ارګ کې د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ ناسته وشوه. د ناستې پرانيسته کې ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله، سياسي رهبرانو، د حزبونو رهبرانو، د ملي شورا غړيو، ښځو او مدني ټولنو او همداراز د يادې کمېټې غړيو حضور درلود.

دې ناسته کې ولسمشر غني وویل، د روغې جوړې عالي شورا د افغانستان د یووالي استازیتوب کوي او اړتیا ده چې سولې ته د رسېدو لپاره ټول سره متحد شي.

کندهار کې موټربم چاوندې ۳ کسان وژلي او ۵ نور يې ټپیان کړي

د کندهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول جمال‌ناصر بارکزی وايي، وسله‌والو طالبانو نن سهار د ارغستان ولسوالۍ «صوفیانزو» سیمه کې هاموې ټانک څخه په ګټې اخیستو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید کړی.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۵ ټپيان نور دي. طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

پامپيو: که افغانستان کې تاوتریخوالی کم نه شي، دوحه کې د سولې خبرې پایله نه‌لري

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، دوحه کې يې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو ته ویلي، که د مذاکراتو پر مهال تاوتریخوالی روان وي او پای ته ونه رسېږي د سولې خبرې به کومه پايله ور نه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ جمعه د بحرین په پلازمېنه مانامه کې د سټراټيژیکو مطالعاتو نړیوالو انسټيټیوټ ته په ویډیويي کنفرانس کې وکړې.