Asset 1SWN

سلام وطندار

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ لومړنۍ  ناسته وشوه

129955944_3640421419330215_4299469439780966155_n

 

له شاوخوا ۷ مياشتو ځنډ وروسته نن په ارګ کې د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ ناسته وشوه. د ناستې پرانيسته کې ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله، سياسي رهبرانو، د حزبونو رهبرانو، د ملي شورا غړيو، ښځو او مدني ټولنو او همداراز د يادې کمېټې غړيو حضور درلود.

دې ناسته کې ولسمشر غني وویل، د روغې جوړې عالي شورا د افغانستان د یووالي استازیتوب کوي او اړتیا ده چې سولې ته د رسېدو لپاره ټول سره متحد شي.

ولسمشر وويل، په ارګ کې د ملي مصالحې د عالي شورا د غړيو حضور په سيمه او نړۍ کې، د افغانستان متحدانو او د سولې د مذاکره کوونکيو پلاويو او خلکو ته ښکاره پيغام دی.

نوموړي وویل، دوحه کې د سولې روانې خبرې دویم پړاو ته دننه شوي او لومړی پړاو یې ښيي چې کار اسانه نه وو، خو پایله یې ورکړه.

په ياده ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله وویل، سوله، تېر ته بېرته د ورګرځېدلو په معنا نه ده؛ خو قربانۍ ته اړتيا لري. نوموړي وويل، د سولې مانع تاوتريخوالی دی او ټينګار يې وکړ چې نه بايد له دې ډېر خلک قرباني ورکړي.

عبدالله عبدالله دغه راز د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې په پرانیستې او لومړنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د خلکو د بېلابېلو اقشارو استازي د دغې شورا د رهبرۍ کمېټې په ترکیب کې حضور لري او تر دې وروسته به منظمو غونډو کې مرکه‌چي پلاوي ته مشورې ورکړي.

نوموړي زياته کړه، د افغان سولې لپاره په کور د ننه ملي یووالی او په سیمه کې سیمه‌ییزه اجماع مهمه ده.

عبدالله ټینګار وکړ چې د سولې لپاره به راغلی فرصت ضایع نه کړي او په هر اړخیزه توګه به هڅه کوي چې افغانان د خبرو له لارې په خپلو کې روانې دښمنۍ پای ته ورسوي.

هغه د افغانانو د اساسي غوښتنې په توګه د اوربند پر تامین ټینګار وکړ او ويې ویل، تاوتریخوالی د سولې ټینګښت پر وړاندې اصلی خنډ دی.

عبدالله وويل، د جګړې په ډګر کې د هيچا د ګټو د خونديتوب تضمين نشته.

د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې د هغو کسانو په ګډون چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې اوسي له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د سولې راوستو کې اساسي رول ولوبوي.

نوموړي دوحه کې د سولې خبرو ته په اشارې وويل، سره له دې چې ډېر وخت يې ونيو؛ خو بيا هم دويمې مرحلې ته تلل چې ټاکل شوې نن پيل شي يو مهم ګام دی.

په دې ناسته کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وويل چې د سولې د راتګ لپاره له ټولو هڅو هر اړخیز ملاتړ کوي.

نوموړي وويل، سوله د ټولو حق دی  او زياته يې کړه: « په کومې کچې چې موږ په دې هېواد کې حق لرو هغومره طالبان هم حق لري.»

جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف وايي، د دولت او خلکو اړيکې دې پياوړې شي او زياته يې کړه چې سوله کې دې د هېواد ازادي او ملي ګټې خوندي شي.

نوموړي وويل چې د ملي مصالحې له عالي شورا سره پوره همکاري کوي.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستيال محمدیونس قانوني وويل، سوله يوه ملي پروسه ده او يوازې د دولت او د مصالحې د عالي شورا دنده نه ده.

د ملي مصالحې عالي شورا د روان کال ثور مياشت کې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د سياسي هوکړې له مخې جوړه شوه؛ خو تر اوسه پورې يې هېڅ غونډه نه وه کړې.

اوس مهال ياده شورا ۴۵ غړي لري او ويل کېږي چې په تازه‌ګۍ سره د دوه نورو کسانو نومونه هم وراضافه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام