Asset 1SWN

سلام وطندار

کال واووښت؛ خو د ناکامورا قاتلين لا نه دي نيول شوي

unnamed

ډاکټر تیتڅو ناکامورا چې افغانانو کاکامراد باله، هغه جاپاني‌الاصله افغان و چې افغانستان کې یې د اوبو مدیریت برخه کې بې سارې پروژې پلې او شاړې ځمکې یې ابادې کړې. هغه چې د جاپانۍ PMS خیریه موسیسې مشر و، کال وړاندې جلال‌اباد ښار کې ووژل شو.

د هغه تر وژل کېدو وروسته د ننګرهار چارواکيو وویل، د ډاکټر مورا کامي په نوم یو بل کس د PMS موسسې مشرۍ ته ټاکل شوی؛ خو هغه لا تر اوسه افغانستان ته سفر نه دی کړی.

وروسته بیا د ډاکټر ناکامورا یوې لور اکیکو هم غوښتل، د خپل پلار نیمګړو پروژو بشپړولو لپاره افغانستان ته راشي؛ خو هغه کیسه هم ګونګه پاتې شوه.

د ننګرهار اوسېدونکي د ناکامورا د وژونکيو د نیولو غوښتنه کوي او وايي، که د هغه له خوا پلې شوې پروژې ودرېږي، ډېر خلک به وزګاره شي.

د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی جان محمد وايي، د مروارید پر کانال د کار له پیله له ناکامورا سره اشنا شوی و او اوس هم همدې کانال کې کار کوي.

ناکامورا تر ۲۰۱۹ کاله ننګرهار کې د کونړ او کابل پر سیندونو اته لوی او واړه کانالونه او سربندونه جوړ کړي چې ټولټال پرې نږدې ۲۵ زره هکټاره ځمکې ته اوبه رسېدلي او له یو میلیون ډېرو انسانانو ترې ګټه اخيستې ده.

د PMS  موسسې یو افغان کارکوونکی انجنیر فهیم شېرزاد وايي، ناکامورا د همدې کال تر پایه د مروارید لومړي او دویم کانال د پاکولو لپاره بودیجه لرله چې اوس عملأ د دغو کانالونو د پاکولو کار روان دی.

ډاکټر ناکامورا تر ۲۰۰۰ کال مخکې پاکستان کې کډوال و او افغانانو ته یې د روغتیا برخه کې خدمات پیل او تر ۲۰۰۳  کال وروسته افغانستان ته ستون شو.

افغان حکومت ناکامورا ته د هغه د بې‌ساري خدمت له کبله افتخاري تابعیت هم ورکړی و او د ابادۍ اتل یې باله.

که څه هم د هغه له وژل کېدو وروسته حکومت د څو کسانو د نیونې خبر ورکړ؛ خو بیا دا موضوع لکه د ناکامورا د مرګ داسې ګونګه پاتې شوه.

خو د ننګرهار اوسنی والي ضیاالحق امرخېل یو کال وروسته یو وار بیا د حکومت هغه ژمنه تکراروي چې د ناکامورا وژونکي به نیسي.

ډاکټر ناکامورا د تېر کال د ډېسمبر پر څلورمه جلال‌اباد ښار کې د وسله‌والو کسانو له خپلو پنځو ساتونکیو سره یو ځای په ډزو ووژل شو، خو لا یې هم قاتلان نه نیول شوي او نه یې په اړه ډېر جزیات ورکړل شوي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام