د ننګرهار محلي مسوولانو په دې ولايت کې د فساد په تور د ننګرهار د ګمرک د رييس حشمتالله وليزي او د ۵ نورو کارکوونکيو د نيول کېدو خبر ورکوي.
د ياد ولايت والي ضیاالحق امرخېل رسنيو ته ويلي، د فساد په تور نيول شوي کسان د لا ډېرو څېړنو په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.
امرخېل وايي، دغه کسان د هغو يو کيلي موټرو د اسنادو په طی مراحل کولو کې نيول شوي چې موټر يې موجود نه وو.
دغه کسان درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست د منسوبینو له لوري نيول شوي دي.
له دې وړاندې هم د ننګرهار ولايت ګمرک رياست ۳۰ کارکوونکي درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست د منسوبينو له لوري د فساد په تور نيول شوي وو.
د يادولو ده چې په تېرو دوه مياشتو کې د درې سناتورانو په ګډون ډېر کسان د بډو اخيستو په تور نيول شوي دي.
له دې ډلې ۳ سناتورانو او د روغتیا وزارت د ۳کارکوونکي د بډو اخیستو په تور په بند محکوم شوي دي.