Asset 1SWN

لويې څارنوالۍ په تېرو دوه مياشتو کې د ۲۲۴ اداري فساد دوسيو څېړنه کړې

Cruption-5-p3byhiq4etod9wr0qouzh6oyg3ngtuswctx1um21s8

د لویې څارنوالۍ مسوولان وايي، یوازې د روان لمریز کال په قوس او جدي مياشتو کې يې د اداري فساد  ۲۲۴ دوسيې څېړلي چې په دې دوسيو کې ۵۰۰ کسان تورن دي. د دوی په وينا، د يادو قضيو په تړاو ۵۰۰ تورن کسان محکمې هم ته معرفي شوي دي.

د يادې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي  نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، د يادو دوسيو څېړنو او رسېدنې برخه کې د کابل له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز او د ولایتي څارنواليو دفترونه دخیل دي.

د رسولي په وينا، د ۲۲۴ قضيو له ډلې ۱۰۲ يې چې ۲۱۸ مورده کېږي، ولايتونو پورې اړوندې دي.

نوموړي وايي، د تورنو کسانو د اداري فساد دوسيې په بېلابېلو کچو کې دي چې په کې مرستيالان، واليان، نظامي او ملکي مسوولان شامل دي.

د لويې څارنوالۍ د ویاند په وينا، په موجودو تورونو کې بډې اخيستل، اختلاس او له دندې ناوړه ګټه اخيستنه شامل دي. جمشېد رسولي زياتوي، د فساد پر وړاندې وروستۍ مبارزه بې مخينې بولي او وايي، قانون پر ټولو يو شان پلی کېږي.

لويې څارنوالۍ په روان کال کې د اصلاحاتو په موخه له ۸۰زرو ډېر ځله د ټولنې له بېلابېلو برخو سره ليدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام